هنر او ادب

نورا فاتحي مالي اړتیاوو ناڅاګره کړه

نورا فاتحي وایي، مالي اړتیاوو محفلونو رنګینولو او غیر اخلاقي کارونه ته اړ ویسته

په مراکش کې زېږېدلې هندۍ نڅاګره نورا فاتحي څرګنده کړې، چې په تېرو وختونو کې یې د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه یوازې هغه کارونه کول، چې غیر اخلاقي ګڼل کېدل، بلکې په یوه “حقابار” (مذهبي ځای) کې یې هم کار کاوه.

نورا فاتیحي یوازې نڅاګره نه ده

نورا فتیحي خپل موډلنګ، اداکاري او نڅا کیریر په ۲۰۱۴ کال کې په هند کې پیل کړ او تر دې دمه یې په هندي، ملیالم، تیلګو او تامل فلمونو کې د کمیو رولونو سره آیټم سندرې کړې دي.

نايي تر ټولو زیات شهرت د “دلبر دلبر” له ریمیک څخه ترلاسه کړ، وروسته د هغه “کماریا” سندره هم خپره شوه چې د اوسنۍ ریلیز شوي “ساقي” په څېر د خلکو پام ځانته را وانړاوه. نورا فاتحي نه یوازې په هند کې بلکې په منځني ختیځ کې هم مشهوره نڅاګره ده او د “دلبر” د عربي نسخې په ګډون په ګڼو عربي سندرو کې یې په خپلو شاندارو اجرااتو سره د خلکو زړونه وګټل.

نور ولولئ: د هندۍ فلمي ستورې جیاخان ځانوژنې ته پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ‌ګناه بلل شوی

د نورا فاتیحي په اړه نورې ګنګوسې

د نورا فاتیحي په اړه داسې ګنګوسې دي، چې نوموړې د سندرغاړي او نڅاګر ټیرینس لیوس سره په پته نږدې اړیکې او د مینې تار لري. په دې وروستيو کې رسنیو راپورونه خپاره کړي وو، چې نورا فاتيحي او ټیرینس لیویس چې د ‘انډیل بیسټ ډانسر’ خپرونه کې یې د داورانو په حېث کار کړی، له یوه او بل سره پټې اړیکې لري او له دې تمثيل داسې ښکاري، چې دوی دواړه له یو بل سره ښه جوړ دي.

054ba646 08b4 11eb adc0 f7cc04e39ce3 1651564709212
نورا فاتیحي له سندرغاړي ټیرینس لیوس سره د نڅا پر مهال

د دې تمثيل څخه د مينه والو د بدل برداشت په هکله تر اوسه نورا یا ټرانس کوم سپيناوی نه دی ورکړی. يوې خصوصي رسنۍ د یوې مرکې په ترڅ کې له ټرینس لیوس څخه وپوښتل:
ولې تاسې او نورا فاتحي دومره سره نږدې ياست؟
ليوس وخندل او ځواب يې ورکړ:
دا يو راز دی او بايد راز پاتې شي. ليوس دا هم وويل، چې له نورا سره ډېره ښه اړيکه لري، ځکه هغه د يوه پياوړې هنر څخه برخمنه ده. د لیوس له خولې د نورا بار بار صفتونو او ستاینو د دوی دواړو مینه والو شکونه له دې امله په باور بدل شوي او د دواړو ترمنځ د دوی په وینا د مینې لېونۍ اړیکه موجوده ده چې په راتلونکې کې به راښکاره شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button