ټکنالوجيژوند

په فضا کې مو له واده اورېدلي؟

دا به په زړه پورې وي چې په لومړي ځل په فضا کې بشر واده کوي

نړۍ د تکنالوژي په برخه کې چټک پرمختګ کوي او اوس غواړي چې د ژوند په هره برخه کې نوي، نوي نوښتونه وکړي او په دې سره د جالبو او نا دودو کارونو کولو ریګارډ په خپل نوم کړي. دوی که په دې برخه کې لګښتونه هم کوي، نو په کیسه کې یې نه دي.

لیدلي به مو وي چې زموږ په هیواد کې هم ځینې کسان پر ودونو خورا زیات او احمقانه مصرف کوي. په نوره نړۍ کې هم یو نیم ډیر لوی میلیاردر پیدا کېږي چې غواړي هر څه یې له نورو سره توپیر ولري او په یو نه یو ډول ځان د رسنیو په خبر بدل کړي.

یوازې یوه جوړه واده کوي او که نور مراسم هم شته؟

د دغسي کسانو لپاره یو امریکايي شرکت غواړي چې فضا ته د سییلانیانو د بیولو په پروګرام کې په فضا کې د ودونو بندوبست وکړي.

سپېس پرسپیکټیف فضايي شرکت وايي، په فضا کې د واده لپاره د خدماتو د وړاندې کولو هڅه کوي.

دا شرکت په پام کې لري د هغو ډېرو شتمنو جوړو لپاره، چې د عجیب و غریبو کارونو په لټه کې دي، د مځکې په مدار کې د عاشقانه سفر امکان برابر کړي.

په فضا کې د واده کولو لپاره د نومونو ثبت

د دې شرکت په وینا، تراوسه څو تنو په فضا کې په لومړي وار د واده کولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.

ټاکل شوې ده چې نیپتون ستوربیړۍ لومړنۍ جوړه فضا ته واستوي. دا ستوربیړۍ له یوه فضايي بالون او نیپتون کپسوله جوړه ده.

نور ولولئ: نړیوالې فضا ته د لومړنۍ سعودۍ ستورمزلې ریانه برناوي سفر

په پام کې ده چې ستوربیړۍ له هایدروجنه ډکه کړای شي او اسمان ته وخېژول شي. په دې فضايي سفر کې به له هیڅ راز راکټ یا توغندي کار وانخیستل شي. د دې ستوربیړۍ سرعت به په ساعت کې ۲۰ کیلومتره وي او ټاکل شوې ده چې په ۶ ساعتونو کې منزل ته ورسیږي.

سپېس پراسپکټیف په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د هر سیټ کرایه به یې یولکو ۲۵ زره ډالره وي خو ګومان کوي چې کرایه تر دې هم لوړه کړي.

سره له دې چې په واده کې د ګډون لپاره د سفر لګښتونه ډېر زیات دي، خو بیا هم ډېر خلک ددې لپاره تیار شوي چې په دې ګرانه بیه په واده کې ګډون وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button