سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

هېواد کې د تودوخې زیاتېدا او د نس‌ناستې ناروغي زیاتوالی

د تودوخې له زیاتېدو سره په ماشومانو کې د نس‌ناستې ناروغي زیاته شوې ده

په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله اوس دغه روغتون ته د هغو ورتلونکو ماشومانو شمېر چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

د دغه روغتون د او‌پي‌ډي څانګې مسوول پاینده‌محمد صالحي چې هره ورځ دغه روغتون ته له ۱۰۰ ډېر ماشومان چې پر نس‌ناستې اخته شوي، ورځي او له ډلې یې یوشمېر هغه بستر کېږي.

هغه زیاتوي: «مخکې مو پر نس‌ناستې دوه سلنه اخته ناروغان لرل، خو اوس یې شمېر زیات شوی. موږ هغه ناروغان بستروو چې نس‌ناسته یې ډېره وي، د وجود اوبه یې له لاسه ورکړې وي او خوا یې وګرځي. نورو ته بیا درمل ورکوو چې په کور کې یې وخوري.»

د اندراګاندي روغتون د نس‌ناستې څانګې مسووله

ددې څانګې مسئوله فرشته مومند وايي چې د ورځې نږدې ۲۵ ماشومان چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته دي، بستروو.

فرشته مومند زیاتوي: «په وروستیو درېوو اوونیو کې د بسترېدونکو ماشومانو شمېر زیات شوی. یوه میاشت مخکې مو د ورځې اته پېښې لرلې. موږ له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان بستروو. یوشمېر ناروغان له ولایتونو راغلي، خو ډېری یې د کابل اړوند دي.»

د هغو میندو له خولې چې ماشومان یې بستر دي

په همدې حال کې یوشمېر هغه میندې چې ماشومان یې په دغه روغتون کې بستر دي وايي، له څو ورځو راهیسې یې ماشومان پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي دي.

نور ولولئ: هند کې د تودوخې څپې د خلکو د مړینې لامل شوي

مریم چې درې‌ کلن ماشوم یې پر نس‌ناستې اخته شوی وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې ماشوم په دغه روغتون کې بستر دی. نوموړې وايي: «یوه بل روغتون ته مو بیولی و، دوه شپې هلته بستر و، خو ښه نه شو. دلته مو راوړ. کله چې ډاکټرانو ولیده، ویې ویل چې باید بستر شي. لومړي سر کې یې نس‌ناستې، تبه او خوا بدوالی درلود. تر اوسه هم بېخي ښه شوی نه‌دی.»

د یوه دوه کلن ماشومان مور شبنم هم سلام وطندار ته وايي: «نن مو تازه راوست. ډاکټر وویل چې باید بستر شي. ډېره نارامي یې کوله. نس یې خراب و، سینه‌بغل هم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پرون ویلي چې د تودوخې موسم کې یې د ۱۳۷ زره هغو ماشومانو د درملنې لپاره چمتووالی نیولی چې پر سختې نس‌ناستې اخته وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button