Uncategorized

فرانسه کې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره ۴۵ زره پولیس ګمارل شوي

فرانسه کې د ناکراریو او اړدوړ ویره په زیاتېدو ده او همدې د کنترول لپاره کې حکومت تدابیر نیولي

په فرانسه کې د نورو ناکراریو رامنځته کېدو له اندېښنې وروسته اضافي پولیس ځای پر ځای شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ګیرالد درمانین وايي، د جمعې ورځې تر مازدیګر پورې ۴۵ زره پولیس په بېلا، بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

په فرانسه کې دا ناکرارۍ د سې شنبې پر ورځ له هغه وروسته پیل شوې، چې الجزایری الاصله ۱۷ کلن زلمی چې د نائل ایم په نامه یاد شوی، د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د نیول شوو کسانو شمېر

بل لور د فرانسې کورنیو چارو وزیر وايي، د پنجشنبې پر شپه د نیول شویو کسانو له اضافه کېدو وروسته د ټولو نیول شویو کسانو شمېر ۹۱۷ تنو ته رسېږي، چې تر ۱۳ کلنو پورې ماشومان هم پکې شامل دي.

نور ولولئ: د راسموس پالودان د قرآن سوځولو پر ضد لاریونونه روان دي

چارواکي پرلپسې له خلکو غوښتنه کوي، چې خپل ماشومان باید په اړودوړ کې له برخې اخیستو راوګرځوي. حکومت دغه راز د شپې مهاله ټرام او بس سروس درولو غوښتنه هم کړې او چارواکي وايي، له امنیتي ځواکونو سره به د نظم په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره زغروال ګاډي وکارول شي.

بلواګرو ګڼ شمېر ګاډو ته اور ورته کړی او دکانونه یې لوټ کړي دي.

د موسیقۍ د کنسرتونو لغوه کېدل

په فرانسه کې د موسیقۍ کنسرتونه چې له مخکې پلان شوي وو، لغو شوي، پاریس میټرو چې د اونۍ پای کې د معمول له وخته یو ساعت ناوخته بندیږي، نن به د عادي ورځو په څېر غیر فعاله شي.

په ځینو سیمو کې د شپې له لسو د ګهیځ تر پنځو بجو پورې لګول شوی ګرځبندیز لا هم پر ځای دی او د کاروبارونو څښتنانو ته ویل شوي چې په همدې وختونو خپل دکانونه او هټۍ وتړي.

د یادونې ده، چې تېرو څو شپو کې د ځینو سیمو مشهور کاروباري مرکزونه او دکانونه هم بلواګرو لوټ کړي دي.

چارواکو اوس د اورلوبو پر توکو، پټرولو بوشکو او نورو اور اخیستونکو توکو پېر او پلور هم له هغه وروسته ممنوع کړی، چې د اړودوړ پر مهال بلواګرو د اور اچولو لپاره له دې توکو کار اخیست. شنونکي وايي، که چېرته دا بلواګر کنترول نه کړل شي، کېدای شي فرانسه کې نور مالي زیانونه هم واړوي. دوی به د لویو کاروبارونو پر وړاندې لا زیات خنډونه ایجاد کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button