افغانستانژوند او ټولنه

وروستیو سېلابونو زیانمنې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري

هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې د هستوګنې کورونه او کښتونه یې له‌منځه تللي او تراوسه ورسره د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هېڅ راز مرستې نه دې شوي.

د کاپیسا یو قومي مشر عبدالقادر سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله د هستوګنې شاوخوا ۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ځینو نورو ته یې هم زیان اوښتی دی.

د نوموړي په وینا، که څه هم د دغه ولایت محلي چارواکو له لوري ورسره د مرستو ژمنه شوې، خو زیاتوي چې تراوسه یې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

وروسیتو سیلابونو فصلونه، کورونه او لارې ویجاړې کړي

هغه وویل: «کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي او کورونو کې هم اوبه ننوتي. موږ له ا.ا غواړو چې موږ سره عاجلې مرستې وکړي.»

د لوګر د ازرې ولسوالي اوسېدونکی قدرت‌الله وايي چې د وروستیو څو ورځو پر مهال راوتلیو سېلابونو خلکو درانه مالي زیانونه اړولي دي.

هغه وویل: «د ازرې ولسوالي کې سېلابونو کرنیزې ځمکې له‌منځه وړي او له موسسو غواړو چې له کروندګرو او باغ لرونکو سره ډېرې مرستې وکړي.

نور ولولئ: د لوګر سیلاب ځپلو لا هم ستونزو سره مخ دي

په میدا‌وردګ کې هم قومي مشر شکرالله وايي چې وروستیو څو ورځو کې سېلابونو د هستوګنې کورونه ویجاړ کړي او خلک د طبیعي پېښو له امله بې‌ سرپناه شوې دي.

هغه وویل: «د میدان‌وردګ چک، دای‌میرداد، سیداباد، نرخ او مرکز میدان‌ښار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي چې مالي او ځاني زیانونه هم په‌کې شامل دي او د خلکو کورونو هم ویجاړ شوي او مرستو ته اړتیا لري.»

طالب چارواکي د مړو او ټپیانو خبر ورکوي

بل‌خوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د وروستیو څلور ورځو پر مهال هېواد کې د طبیعي پېښو له امله اووه کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي، وروستیو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰۰ کورونه هم په بشپړه او قسمي توګه ویجاړ کړي دي.

هغه وویل: « طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ټولو ولایتونو رییسانو ته لارښوونه کړې، هغو کسانو سره مرستې وکړي چې وروستیو سېلابونو زیانمن کړي دي.»

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې طبیعي پېښو کې زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره دې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button