سیمه

خواجه اصف پاکستان او تاجکستان ته افغانستان خطرناک بولي

د پاکستان دفاع وزیر د تاجکستان دفاع وزیر سره په لیدنه کې وايلي چې دواړو هېوادونو ته افغان ګاونډي خطر پېښ کړی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د تاجکستان له دفاع وزیر شېرعلي میرزا سره په کتنه کې ویلي چې دواړه هېوادونه د خپل ګاونډيتوب له امله له افغانستان څخه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

“اسوشیتد پرس” د خواجه اصف له قوله دا هم ویلي: “د افغانستان ټولې مسلې باید په سوله ییزه توګه حل شي.”

نور ولولئ: خواجه اصف:سپين بولدک کې نښته لومړی د افغانستان له خوا پیل شوه

د پاکستان د دفاع وزیر په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د تاجکستان د رول د ستاینې په ترڅ کې د دغه هېواد له وسله والو ځواکونو سره د استخباراتي او تخنیکي همکاریو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار

په همدې حال کې د تاجکستان د دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې له پاکستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

نریندرا مودي او افغانستان

تاجکستان ته د پاکستاني وزیر له سفر سره هم مهاله، پرونذد شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د ۲۳مې مجازي غونډې د کوربه په توګه د هند لومړي وزیر “نریندرا مودي” د افغانانو د هوساینې او له افغانستان سره د بشري مرستو په رسولو کې د لا زیاتو هلو ځلو په کولو ټینګار وکړ.

نوموړي د طالبانو پر حاکم رژیم د پاکستان ادعا شوي سیوري ته په اشارې وویل، چې د افغانستان خاوره باید د افراطیت د خپرولو لپاره ونه کارول شي.

دا هم ولولئ:  متقي د قزاقستان سفیر ته: له تاسو مننه چې پر طالب چارواکو مو لګولي بندیزونه لرې کړل

نریندرا مودي ټینګار وکړ: د افغانستان خاوره باید د ګاونډیو هیوادونو د بې ثباته کولو لپاره ونه کارول شي.

هندوستان او د پاکستان نور منتقدان دغه هېواد تورنوي، چې له افغان خاورې د طالبانو په مرسته د خپلو ګټو لپاره نور هېوادونه ګواښي، خو پاکستان شکایت لري چې خپله دوی ته هم له افغان خاورې خطر پېښ دی.

د طالبانو رژیم بیا دا ټولې ادعاوې بې بنسټه بولي

بل لورته چې کله طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، ایران، تاجکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د امنیت او د نشه یي توکو د ډېرېدو په برخه اندېښنې ښودلي او دا اندېښنې یې د رسنیو په ګډون په نړیوالو او سیمه ییزو کنفرانسونو کې هم شریکې کړي دي، خو طالبان وايي چې دوی به چاته ددې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي خو تر اوسه یاد هېوادونه قانع نه ښکاري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button