سیمه ییز خبرونه

په لاهور کې د شدید باران له امله اووه کسان مړه شوي

د پاکستان په لاهور کې د شدید باران له امله اووه کسه چې ماشومان هم په کې دي، مړه شوي

د پاکستاني پنجاب په مرکز لاهور کې د کمساري ګڼ باران له کبله تر اوسه د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

مسوولین وايي، د چهارشنبې ورځې باران په تېرو ۳۰ کلونو کې بې ساری دی. د هوا پېژندنې ځايي مسوولین وايي، په ټول ښار کې له تېرو ۱۰ ساعتونو راهیسې ۲۹۱ ملي متره باران اورېدلی او په لکشمي څوک سیمه کې تر ټولو زیات ۲۳۶ ملي متره باران اورېدلی دی.

په همدې ترڅ کې برېښنا هم نیولي

چارواکي وايي، په همدې ترڅ کې درې کسان برېښنا نیولي، درې د کورونو چتونو غورځېدو له کبله مړه شوي او یو ماشوم په باراني اوبو کې لوبې کولې، چې د ډوبېدو له کبله مړ شوی دی.

د پنجاب سرپرست اعلی وزیر محسن نقوي په یوه ټویټر پیغام کې د دې ۷ کسانو مړینه تائید کړې ده. د هوا پېژندنې ځايي مسوولین وايي، راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هم احتمال شته، چې په ښار کې نور باران هم وشي.

مسوولینو د هېواد په نورو برخو کې هم د باران وړاندوینه کړې.

د نورو تېزو بارانونو احتمال هم شته

پاکستان کې د طبیعي پېښو په ترڅ کې د مرستندویه چارو همغږې کوونکې اداره (این، ډي، ایم، اې) مسوولین وايي، د د خیبر پښتونخوا او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د تېز باران احتمال شته.

این، ډي، ایم، اې چارواکو په همدې ترڅ کې په غرنیو سیمو کې د ځمکښوېدنې او دغه راز په ژورو، هوارو سیمو کې د احتمالي سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.

نور ولولئ: پاکستان: سیلاب له امله زیانونه نور هم زیات شو

د یادونې ده، چې د تېر کال په اګست کې د خیبر پښتونخوا او سند ایالت په ځینو سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سخت سېلابونه راووتل، چې د سر او مال درانه زیانونه یې واړول.

پاکستاني چارواکو هغه مهال د اټکل له مخې ویل، چې د سېلابونو له کبله نهه سوه میلیارده روپۍ اقتصادي زیان اوښتی.

څو کاله وړاندې پاکستان یوې زورورې زلزلې هم ولړزاوه او ګڼ شمېر کسان یې بې سرپنا او مړه کړل. دا څووم ځل دی چې پاکستان د طبیعي پېښو له امله ځپل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button