افغانستان

استادان: د دارالمعلمینونو د لغوه کولو پرېکړه ناعادلانه ده

په افغانستان کې د دالمعلمینونو استادان د طالبانو پرېکړه ناعادلانه بولي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر استادان د ښوونکو د روزنې بنسټونو د لغوه کولو پرېکړې په غبرګون کې وايي، دغه بنسټونه اغېزناک دي او باید د پوهنې وزارت له چوکاټ څخه ونه اېستل شي.

د سیدجمال‌الدین افغان انسټېټیوټ د ښوونکو د روزنې استاد نوید (مستعار نوم) وايي چې دا پرېکړه به د هېواد پوهنیز سکټور ته سخت زیان واړوي.

هغه زیاتوي: «ښوونکي مسلکي پرمختګ او وړتیا لوړونې ته اړتیا لري او مسوولیت یې په مستقیم ډول دغو بنسټونو ته ورګرځي چې د ښوونکو وړتیا لوړه کړي. کله چې دغه بنسټونه لغوه شي، د پوهنې سکټور ته زیان رسېږي او موږ به په راتلونکي کې منجمده پوهنه ولرو.»

د ګڼ شمېر استادانو بې کاره کېدنه

په سرپل کې یو استاد شعیب (مستعار نوم) بیا د پوهنې وزارت له مسوولانو غواړي چې د ښوونکو د روزنې بنسټونو د لغوې یا یې هم د کار د بدلون په اړه پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي. د نوموړي په وینا، د ښوونکو د روزنې بنسټونو په لغوه کېدو سره نه یوازې ستونزې نه حلېږي، بلکې د دغو بنسټونو ګڼ‌شمېر استادان او کارکوونکي هم وزګاره کېږي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست‌الوزرا د تشکیلاتو او تنخواوو کمېسیون تازه پرېکړه کړې، څو د دغه وزارت له تشکیل څخه موازي او بې‌ګټې بنسټونه لرې کړي.

استادان وايي دغه بنسټونه بې ګټې نه دي

خو استادان بیا د دغو بنسټونو بې‌ګټې او موازي ګڼل نه مني. په پنجشېر کې د ښوونکو د روزنې یو استاد پروېز (مستعار نوم) وايي، دارالمعلمینونه د ښوونې او روزنې اصلي ستنې دي او هغه باید موازي او بې‌ګټې ونه بلل شي. د هغه په خبره، غوره به وي چې په دې اړه د متخصصانو او کارپوهانو نظرونه واخیستل شي، څو د دغو بنسټونو ګټورتیا او ارزښت روښانه شي.

نور ولولئ: د افغان نجونو زده کړې؛ د م.م د سرمنشي استازی د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

بله‌خوا د ښوونې او روزنې کارپوهان د زده‌کړو کیفیت لوړوالي او د استادانو، په تېره د ولایتونو استادانو د وړتیا لوړونې برخه کې د ښوونکو د روزنې بنسټونو فعالیت اغېزناک بولي.

د ښوونې او روزنې کارپوه شفیق‌الله سادات وايي: «دغه بنسټونه د ښوونکو د وړتیا لوړونې لپاره ډېر ګټور دي. ځینې ښوونکي په ولایتونو کې هم تدریس کوي او خپله هم یو څه زده کوي، څو یې د کار کیفیت لوړ شي. له بل اړخه، هغوی چې د قلم خاوندان وو، له دې لارې به یې تنخوا ترلاسه کوله.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button