Uncategorized

اېف بي ای هغه سړی وژلی چې جوبایډن ته یې ګواښونه کول

امریکا کې امنیتي ځواکونو هغه سړی وژلی چې ولسمشر بایډن ته یې ګواښونه کړي وو

د امریکا متحدو ایالتونو کې څارګرې ادارې (ایف بي ای) هغه سړی په یوه چاپه کې وژلی، چې ولسمشر جو بایډن او نورو چارواکو ته یې د انټرنېټ له لارې ګواښونه کول.

امنیتي ځواکونو اوټا ایالت ته د ولسمشر بایډن له پلان شوي سفر څو ساعته مخکې د کریګ رابرټسن نیولو هڅه کوله.

دا ګواښونه د فیسبوک له لارې شوي وو

په یوه جنايي شکایت کې ویل شوي، چې رابرټسن د ولسمشر بایډن او هغه څارنوال پر ضد ګواښونه پر فېسبوک خپاره کړي، چې د ډونالډ ټرمپ خلاف د یوې جنایي قضیې چارې پر مخ بیايي.

نور ولولئ: زیلېنسکي او بایډن د واګنر د بغاوت په اړه له یوه او بل سره خبرې کړي

ایف بي ای چارواکو د دې موضوع په هکله د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې.

امنیتي ځواکونو د سالټ لیک سټي ښار په ۶۵ کیلومترۍ کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ پاو باندې شپږ بجې چاپه ووهله.

رابرټسن پر فېسبوکپاڼه لیکلي وو: ”اورېدلي مې دي چې بایډن اوټاه ایالت ته راځي، زه مې خپل (کیموفلاج) کالي راباسم او له خپل (ایم۲۴ ډوله) ټوپکه خاورې څنډم.”

دا له هغو لسګونو پیغامونو او د وسلې له تصویرونو یو دی، چې رابرټسن د خپلې فېسبوکپاڼې له دوو حسابونو خپاره کړي وو.

په دې ګواښونو کې څارنوالان هم شامل وو

د رابرټسن په هکله شکایت کې ویل شوي، چې نوموړي په فېسبوکي پیغامونو کې د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلانډ او د نیویارک څارنوالې لیټیټیا جیمس ته هم ګواښونه کړي وو.

ایف بي ای کسان د نوموړي کور ته مخکې هم ورغلي وو، خو ویل کېږي هغه ورته ویلي وو، چې دا یې (ارمان) دی او دوی باید د نیولو له اجازې پرته بیا ورنه شي.

نور ولولئ: بایډن د سمندري ځواک لپاره ښځینه مشره وټاکله

د یادونې ده، چې ولسمشر بایډن به پر پنجشنبه اوټاه ایالت ته سفر وکړي، د رضاکارو یوه روغتون لیدنه به وکړي او په پارک سټي کې به د بسپنې ټولولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

اوس حیرانوونکې داده چې یوازې پر فیسبوکي ګواښونو دا سړی ووژل شو او که عدلي او قضايي ارګانونو یې دوسیه ته هم رسیده‌ګي کړي وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button