ټکنالوجي

د روسیې توغول شوي فضایي بېړۍ مدار ته ورسېده

څو ورځې وړاندې روسیې فضايي بېړۍ مدار ته توغولي وه چې پرون ناوخته د سپوږمۍ مدار ته ورسېده

د روسیې فضايي اداره روسکاسموس وايي ددغه هېواد یوه فضايي بیړۍ نن چهارشنبې اګست ۱۶ (زمري ۲۵) د سپوږمۍ مدار ته داخله شوه.

له ۱۹۷۶ کال څخه وروسته دا سپوږمۍ ته د روسیې دویم ماموریت دی. روسیه هڅه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد فضايي پروګرام بیا پيل او پراخ کړي.

نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي

د روسکاسموس یو ویاند فرانس پرس ته وویل: “د لونا-۲۵ فضايي بېړۍ د مسکو په وخت د غرمې ۱۲:۰۳ بجې د سپوږمۍ په مدار کې ځای په ځای شوه… د بیړۍ ټول سیستمونه نورمال فعالیت کوي او اړیکه ورسره فعاله ده.”

دا بېړۍ به چېرته ښکته کېږي؟

د لونا-۲۵ بیړۍ د سپوږمۍ له سطحې ۱۰۰ کیلومتره پورته په حرکت کې ده او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د “بوګوسلاوسکي” کندې ته څېرمه ښکته شي.

دا فضايي بېړۍ چې شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرام وزن لري، د جمعې په ورځ د روسیې له ختیځ څخه وتوغول شوه او ټاکل شوې چې د یو کال دپاره د سپوږمۍ د خاورې د بیلګو راټولولو او تحقیق دپاره په سپوږمۍ کې پاتې شي.

روسیې په داسې حال کې سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ لېږلې چې پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل راهیسې په فضايي چارو کې له غربي هېوادونو سره د روسیې د اږودمهالې همکارۍ په اړه شکونه ښودل شوي دي.

نور ولولئ: نړیوالې فضا ته د لومړنۍ سعودۍ ستورمزلې ریانه برناوي سفر

روسیې وروسته له هغه سپوږمۍ ته د فضايي بیړۍ د لېږلو اعلان وکړ چې د اروپا فضايي ادارې وویل پر اوکراین د مسکو له یرغل وروسته، له روسیې سره په فضايي ماموریتونو کې همکاري نه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ټېنګار کړی دی چې د لویدیځ له بندیزونو سره سره به مسکو د سپوږمۍ د ماموریت د پراختیا لپاره د پخواني شوروي اتحاد په څېر کار وکړي.

د مسکو ټکنالوژیکې هڅې څومره دي؟

کارپوهان وايي، مسکو د غرب په نسبت په ټکنالوژيکه برخه کې هغه ډول ګړندی نه دی لکه څه ډول چې غربي هېوادونه ده. روسیې تقریبًاً ۴۷ کاله وروسته سپوږمکۍ ته بېړۍ وتوغوله خو ناڅا او نورو شرکتونو په فضا کې ډېرې بریالۍ څېړنې تر سره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه هم په دې وروستیو کې هڅې کوي تر څو په ټکنالوژیکه برخه کې بریاوې او پرمختګونه تر لاسه او له غربي هېوادونو سره په دې برخه کې سیالي وکړي. په فضا کې څېړنې او هلته د ماموریت تر سره کول خورا ډېر لګښت غواړي او کارپوهان وايي چې روسیه کېدای شي دا لګښت د غربي هېوادونو په څېر نه شي پوره کولی او یا به نه غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button