Uncategorized

د تکواندو نړیوال فیسټیوال کې افغان لوبغاړی شیاپ‌چانګ کې له خپل سیال سره مخامخ کېږي

د کرکټ او نورو لوبو په څېر د افغانستان تکواندو ملي لوبغاړو هم هېواد ته افتخارات راوړي دي

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي به نن د ټکواندو په نړۍ وال فسټیوال کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ به د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د وږي میاشتې تر ۲مې نېټې پورې د ۷ ورځو له پاره د سویلي کوریا په ګانګوان ښار کې ترسره شي چې په دې کې به افغان لوبغاړی د لوبې کولو په خاطر له خپل سیال سره مخامخ کېږي

په دغو سیالیو کې له افغانستانه د ټکواندو اته لوبغاړو کډون کړی دی او تر ډېره په کې ښه ځلېدلي دي.

د وزن مراسمو تر سره کېدل

پرون د لوبغاړو د وزن مراسم ترسره شول. د سیالۍ د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې په دغه فیسټیوال کې به سږکال د ۶۰ هېوادونو څخه ۱۵ زره لوبغاړي، روزونکي او نندارچیان ګډون وکړي.

په دغه فیسټیوال کې به د ټکواندو سیالۍ ، ساحلي ټکواندو سیالۍ، ډله ییزې ټکواندو سیالۍ او د پاراټکواندو سیالیو په برخو کې ترسره شي.

نور ولولئ: سوېلي کوریا کې د تکواندو جام؛ افغان لوبغاړو څلور مهمې سیالۍ وګټلې

تر دې دمه د درېیو افغان ټکواندو لوبغاړو د سیالیو پچه اچونه اعلان شوې ده. نن به د ۶۳ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د افغانستان بېژن صدرزاده په لومړۍ لوبه کې د قزاقستان له یردوس یورالبکوف سره سیالي وکړي.

افغان لوبغاړي ته استراحت ورکړل شوی

همدارنکه په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې د ټکواندو افغان لوبغاړی رامش حسیني ته په لومړي پړاو پچه اچونه کې استراحت ورکړل شوی او په راتلونکې پړاو کې به دغه لوبغاړی د سوریې له محمد خیرالله او د قزاقستان له الدار بیرمبای سره سیالي وکړي.

نور ولولئ: د افغان نجونو ځلېدنه؛ ذکیه خدادادي د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوه

په همدې وزن کې به د افغانستان د ټکواندو د ملي لوبډلې بل لوبغاړی امید سهاک چې په لومړي پړاو کې پاتې کېږي، په دويم پړاو کې به د دغو سیالیو له ګټونکي د سویلي کوریا د جین سو چوی او د سوریې له اغیاد عبدالعال سره سیالي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وروسته د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د یو ورځینو سیالي سیریز لري او په لومړۍ لوبه کې سره مخامخ کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button