په لومړي ځل د رحم پیوندولو لومړي عملیات
د بریتانیا په اکسفورډ کې جراحانو د رحم د پیوندولو لومړني عملیات ترسره کړل
بریتانیا کې د رحم د پیوندولو لومړیو عملیاتو په ترڅ کې یوې ۳۴ کلنې مېرمنې د خپلې خور رحم ترلاسه کړ
د رحم ترلاسه کوونکې یوه ۳۴ کلنه مېرمن ده، او د رحم ورکوونکې د هغې ۴۰ کلنه خور ده، دواړه خویندې غواړي چې نومونه یې پټ پاتې شي.
ډاکټران وايي له عملیاتو وروسته د دواړو روغتیايي حالت ښه دی او ځوانې خور او مېړه یې یو شمېر نطفې یا جنینونه په زیرمه تون کې ساتلي او انتظار باسي چې د هغې نوي رحم ته انتقال شي.
نور ولولئ: بریتانیا: استناف محکمې روانډا ته د کډوالو استول غیر قانوني وبلل
د جراحي دا عملیات چې تقریبا ۱۷ ساعته یې دوام وکړ د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د د چرچېل په روغتون کې د ۳۰ ډاکټرانو یوې ډلې لخوا ترسره شول.
مشرې خور دوه ماشومان درلودل او کورنۍ یې بشپړه کړې وه. دواړه په انګلنډ کې ژوند کوي.
دا کار یو ستر بریالیتوب بلل شوی
د نسايي ناروغیو جراح او د عملیاتو د ډلې مشر، پروفیسر رېچرډ سمېت، ۲۵ کاله د رحم د پیوندولو په اړه څېړنې کړې وې. هغه بي بي سي ته وویل چې دا عملیات “یو ستر بریالیتوب دی.”
د پیوندولو مشرې جراحې ایزابېل کویروګا، وویل، “د رحم ترلاسه کوونکې مېرمن خورا خوشحاله وه او هیله لري چې یو نه بلکې دوه ماشومان ولري. دهغې رحم په سمه توګه کار کوي او موږ یې پرمختګ څارو.”
د دغې ښځې میاشتنی عادت له عملیاتو دوه اوونۍ وروسته وشو. د پیوند د نورو عملیاتو په شان دغې مېرمنې ته د بدن د معافیتي سیستم د کنټرول لپاره ځانګري درمل ورکړل شول چې بدن یې نوی پیوند شوی غړی رد نه کړي.
د پیوند شوي رحم بېرته لرې کول
خو دا ډول درمل معمولا د اوږدې مودې ځینې روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي، نو ځکه ډاکټران وايي چې له دوه ځله حامله کېدو وروسته باید دا پیوند شوی رحم بېرته لیرې کړل شي.
دغې ښځې یوه نادره ناروغي درلوده چې، “لومړی ډول مایر- روتکیتانسکي- کوستر- هاوزر” نومېږي چې له امله یې یا رحم هېڅ موجود نه وي او یا یې وده نه وي کړې، خو تخمدانونه یې فعاله او نورماله وي.
له جراحۍ وړاندې هغې او مېړه ته یې د زیږولو ضد داروګان ورکول کېدل، او هغوی ۸ نطفې یا جنینونه زیرمه کړي او ساتلي وو.
نور ولولئ: بریتانیا د ښځو او ماشومانو لپاره خپلې بهرنۍ مرستې کموي
له جراحۍ وړاندې دواړه تر روحي درملنې لاندې وو، او د دوی قضیه د رحم د پیوند لپاره د بریتانیا د بشري انساجو ادارې لخوا تایید شوه. د بریتانیا روغتیايي خدمتونو ادارې د دغو عملیاتو لګښت ۲۵۰۰۰ پونډه اټکل کړی و چې د رحم د پیوند یوې خیریه موسسې لخوا ورکړل شو. او له ۳۰ زیاتو روغتیايي کارکوونکو چې په دې عملیاتو کې برخه درلوده خپل وخت وړیا ورکړی و.
لیډیا اوس د یوې خیریه ټولنې لپاره کار کوي چې د نسايي ولادي غړو د سرطان ناروغیو په هکله د څېړنو لپاره پیسې راټولوي.