سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

څو ورځې وړاندې ټي ټي پي چترال کې د پاکستان د پوځ پوستې سقوط او پوځیان یې ووژل

د طالبانو د حکومت ویاند په چترال کې د پاکستاني طالبانو د تحریک له بریده درې ورځې وروسته د پاکستاني چارواکو هغه ادعا بې ځایه بللې چې وايي، ګواکې د چترال په سرحدي سیمه کې د پاکستاني طالبانو وسله‌وال برید د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو شوی و.

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: پر پاکستاني پوځ ځانمرګي برید ۹ پوځیان وژلي دي

دغه برید چې د چترال د بمبورت په لرې پرته سیمه کې شوی و، امنیتي چارواکو په کې د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه هم ورکړي وو.

د وروستیو ناامنیو په اړه د اسلام اباد اندېښنه

پاکستاني چارواکو تل دا ویلي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاکستان په سرحدي سیمو کې حالات کړکېچن شوي او د دغو نا امنیو د پړې ګوته یې د افغانستان طالبانو ته نېولې او وایي، چې له هغه ځایه د دوی وسله‌وال مخالفین په وسلو سمبالیږي او له پولې دې غاړه عملیات کوي؛ خو طالبانو دغه تورونه تل بې بنسټه بللي او ویلي یې دي، چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په نورو هېوادونو کې د ورانکاریو لپاره د افغانستان خاوره وکاروي.

بمبورت د چترال لرې پرته سیمه ده، چې د افغانستان د بدخشان، کونړ او نورستان سره په پوله پرته ده.

پاکستاني طالبان د زیات زیان اړولو ادعا کوي

تېره ورځ پاکستاني طالبانو ادعا کړې وه، چې دغلته یې دوه امنیتي پوستې له پوځیانو نېولي، څو تنه یې وژلي او د دوی پوځي خوځښتونه د پرمختګ په حال کې دي؛ خو د پاکستان امنیتي سرچېنو د ټي ټي پي دغه ادعا رد کړې وه او ویلي یې و، چې خپلو مخالفو وسله‌والو ته یې د سر دروند زیان اړولی او سیمې ته یې نوي ځواکونه هم استولي دي.

نور ولولئ:  د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې لا هم په سیمه کې حالات ترینګلي دي او د شاوخوا سیمو ګڼ اوسېدونکي د تېښتې په تکل کې دي.

ځينو سرچینو راپور ورکړی، چې په چترال کې دمګړۍ لسګونه پاکستاني پوځیان کلابند دي او د دغه هېواد پوځ هڅه کوي دغه ځواکونه د چورلکو پر مټ وژغوري؛ خو تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د دغه خبر پخلی نه دی کړی.

دا راپورونه هم شته چې پاکستان کې په سیمه ییزو رسنیو د پوځ له لوري محدودیتونه لګېدلي تر څو د یادې پېښې په اړه راپورونه خپاره نه کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button