Uncategorized

ټام ویسټ: طالبانو د داعش خراسان ډله ځپلې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه ستایلي ده

ټام وېسټ د اسټیمسون په نوم د مطالعاتو یوه امریکايي مرکز ته د وینا پرمهال ویلي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې طالبانو د داعش ډلې اته مهم غړي له منځه وړي.

د هغه په وینا د طالبانو نظامي عملیاتو د داعش د فعالیتونو کچه راټیټه کړې ده.

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال راځي چې روانه اونۍ د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ډلې بیا راپورته کېدل ناشوني دي.

طالبانو د امریکا غوښتنې پوره کړي

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ویلي “د دوی له مهمو ګټو یوه دا ده چې افغانستان یو ځل بیا هغو کسانو لپاره پر خوندي ځای بدل نه شي چې امریکا او د هغې ملګرو ته زیان رسول غواړي.”

د نوموړي په وینا اوسمهال دوی یوه جدي اندېښنه په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګه ده.

د یادونې ده چې داعش د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته دغه هېواد کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دوی کې د کابل هوايي‌ ډګر د دروازې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو، د روسیې او پاکستان پر سفارتونو،‌ کابل کې د چیني وګړو پر مېلمستون او همدا راز د کابل، کندهار، کندوز او مزار شریف په ګډون بېلابېلو ښارونو کې پر جوماتونو او نورو ځایونو مرګوني بریدونه شامل دي.

نور ولولئ: جنرال مکېنزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو پښېماني ښودلي

د طالبانو امنیتي‌ ادارو هم په دې موده کې د دې ډلې خلاف په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو او د داعش د ګڼو غړو د وژلو او یا نیولو رپوټونه ورکړې دي.‌

پر طالبانو د داعش ډلې خونړي بریدونه

ټام وېسټ ویلي “دا د یادولو ده چې د ۲۰۲۳ کال له لومړیو راهیسې د طالبانو نظامي عملیاتو په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه اته غړي له منځه وړي دي. د دوی دوامداره تاوتریجنو نظامي بریدونو د داعش ډلې توانايي په جدي توګه کمه کړې.”

ښاغلي وېسټ زیاته کړې “نه غواړم پر دې موضوع ډېر تم شو خو لکه څنګه چې مې وویل موږ د دې ډلې په اړه اندېښمن یو چې په ښکاره ډول د بهرنیو بریدونو وحشتناک نیت لري، خو طالبان يې پر وړاندې بریالي و چې د دوی توانايي یې په جدي توګه کمزورې کړې ده.”

د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټوماس ویسټ زیاتوي، پر داعش ډلې د طالبانو بریدونو افغانانو ته هم ګټه رسولې، هغه داسې چې د ده په وینا پر ملکیانو د دې ډلې بریدونه خورا کم شوي.

نوموړي تیر کال اپریل میاشت کې په کابل او کندهار کې پر شعیه ګانو د داعش خونړیو بریدونو ته په اشاره وویل، له تیر یوه کال راهیسې دغه ډول پېښې نه دي تکرار شوې.

ټوماس وېسټ همدا راز د ډاډ هم ښودلی چې په افغانستان او پاکستان کې القاعدې ډله له پښو غورځېدلې او د دې وړتیا یې له لاسه ورکړې چې له هغه ځایه بیا امریکا ته ګواښ پېښ کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button