نړیوال خبرونه

لیبیا کې توپان او سېلابونه؛ ۲۳۰۰ کسان مړه او له ۱۰۰۰ زیات نادرکه دي

لیبیا کې توپان او سیلابونو له د ۲۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي او له ۱۰۰۰ زیات ورک دي چې دا لوی ناورین بلل کېږي

د دانیال په نوم دغه توپان یکشنبه له اروپا د لیبیا سواحلو ته ورسېد. د دغه توپان له کبله د شمالي افریقا په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان شوی. بلخوا رپوټونه وايي، چې د مرستې او ژغورنې په روانو عملیاتو کې د لیبیا پوځ اووه سرتېري هم نادرکه شوي دي.

نور ولولئ: لیبیا کې توپان او سېلابونو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړي

د لیبیا پر ختیځ واکمنو چارواکو دغلته پر تګ راتګ بندیز اعلان کړی او ترڅنګ یې ښوونځي او بازارونه هم تړلي دي.

دانیال توپان تر نورو ډېر زیانونه هم د ختیځ په بنغازي، سوسه، درنه او المرج ښارونو کې اړولي.

د ژغورونکو ډلو ّهڅې

سره صلیب د شاوخوا ۱۰ زره کسانو د تری تمېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د قربانیانو شمېر ښايي ډېر لوړ شي.

د مصر په ګډون ځینو هېوادونو لیبیا ته د مرستې لاس ورغځولی، خو په دغه هېواد کې د سیاسي کړکېچ او دوو جلا حکومتونو له کبله د ژغورنې چارې ټکنۍ دي.

د امریکا متحدو ایالتونو، جرمني، ایټالیا، قطر، ترکیې او ایران هم ویلي چې لیبیا ته یې مرستې استولې او یا یې مرستې ته چمتووالی ښودلی.

نور ولولئ: د لیبیا د بهرنیو چارو وزیره ولې له دندې ګوښه شوه

د سېلاب په وسیله سمندر ته د خلکو وړل کېدو ګڼې دردوونکې کیسې رابرسېره شوي. ډېر نور بیا د خپلو کورونو بامونو ته په ختلو سره بچ پاتې شوي.په دغه ښار کې د اوبو دوه بندونه مات او پراخې سیمې تر اوبو لاندې شوې دي.

درنه نږدې ۱۰۰ زره اوسېدونکي لري. ځايي چارواکو دغه ښار ‘ناورین ځپلی بندر’ اعلان کړی.

خو کېدلی شي چې دا شمېره نوره هم زیاته شي

تر هغې وروسته چې پر پلازمېنه طرابلس واکمن حکومت د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنه اعلان کړ، پر ختیځ د واکمن حکومت مشر اسامه حماد وویل “زرګونه کسان تری تم دي او د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی دی. په درنه کې څو سیمې له خپلو ټولو سېدونکو سره… تري تم یا تر اوبو لاندې شوې دي.”

ښاغلي حماد دا ونه ویل چې دا شمېر یې د کومو سرچینو په حواله اعلان کړی.

په لوېدیځ کې پروت مصراته ښار هم خوندي نه دی پاته.

له دغه ښاره پر خواله رسنیو خپرو شویو ناتایید شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، په سېلابونو کې ایسار موټر چلوونکي د خپلو موټرونو پر چتونو ناست دي او یو سړی اوبو په مخه کړی دی. د توپان له کبله پر ښوونځیو او پلورنځیو سربېره له لیبیا د تېلو صادرولو څلور ستر بندرونه هم تړل شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button