نړیوال خبرونه

ګوانتانامو کې د رمزي بن الشیبه محاکمه ولې وځنډېده؟

ګوانتانامو کې زندان کې د رمزي بن اشیبه رواني حالت دومره خراب دی چې له امله یې محاکمه وځنډېده

په ګوانتانامو کې یوه پوځي قاضي منلې ده چې د پنجشنبې په ورځ د سپتمر د ۱۱ مې د بریدونو د یوه تورن محاکمه ممکنه نه ده، ځکه چې د بند پرمهال د تورن روغتیايي وضعیت د ربړونې له کبله ډېر خراب شوی دی.

قاضي‌ متیو مکول وویل، تر شکنجې لاندې اخیستل شوی اعتراف دلیل او ثبوت نه شي‌ کېدلی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، په پام کې وه چې ۵۱ کلن رمزي بن الشیبه له څلورو نورو تورنو کسانو سره محاکمې ته حاضر کړل شي او د اعدام له سزا سره یې مخامخېدل ممکن وو، خو قاضي مکول وايي تورن د محاکمه کېدو لپاره چمتو نه دی ځکه چې رواني او عقلي روغتیا یې خرابه شوې ده. د الشیبه وکیل ډیویډ ای بروک د خپل موکل د وضعیت خرابېدو پړه د امریکا پر مرکزي استخباراتو اچوي.

نور ولولئ: اسدالله هارون: له کوم جرم پرته پنځلس کاله په ګوانټانامو کې بندي وم

بن الشیبه په تکرار ویلي وو چې سخت ربړول شوی او شکنجه شوی او په زندان کې بې‌خوبه کړل شوی دی.‌

رمزي بن الشیبه څومره پېژنئ؟

رمزي محمد عبدالله بن الشیبة د یمن حضرموت کې په ۱۸۷۲ کال زیږېدلی.

د یمن پلازمېنه صنعا کې له ثانوي دورې فارغېدو وروسته یې په کمپیوټر او انګلیسي ژبه کې کورسونه ویلي، بیا جرمني ته پوهنتون کې د اقتصاد لوستلو لپاره پوهنتون ته تللی دی.‌

بن الشیبه د سلفي جهادیانو په سر او القاعده شبکې ته نژدې کس و. دی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر بریدونو کې- چې القاعده یې مسؤلیت منلی و، شریک و.‌

امریکا په ۲۰۰۲ کال کې له څلورو نورو تورنو کسانو سره پاکستان کې ددغه هېواد د حکومت په همکارۍ ونیو.‌

دی تر هغه پورې د اعدام له حکم سره مخامخ و چې پوځي قاضي د سپتمبر پر ۲۱مه یو فرمان خپور کړ چې ګنې تورن د ناوړه رواني عقلي ناروغتیا له کبله د محاکمه کېدو جوګه نه دی.‌

خو د نورو تورنو کسانو د محاکمه کېدو لپاره مقدماتي چمتووالی لا پر ځای دی چې په سر کې یې خالد شیخ محمد هم راځي چې د بریدونو اصلي طراح ګڼل کېږي.

په ګوانتانامو زندان کې د هغه حالت

په تېره اګسټ میاشت کې، وکیلانو قاضي وهڅاوه چې هغه پایلې رد کړي چې امریکايي پوځي روانپوهانو اعلان کړې وې چې ګنې بن الشیبه “له رواني او عقلي رنځه کړېږي او پر ضد یې چې څه ویل کېږي، دی یې سم نه شي درک کولی او نه هم د خپل قانوني وکیل په خبره سم پوهېږي”.

بي بي سي پښتو په خپل راپور کې وايي، څو کاله، بن الشیبه “نا لیدونکي ځواک” په مټ ربړول شوی چې “دده چپرکټ او د زندان هغه خونه چې دی پکې ساتل کېده لړزول او تناسي اله به یې چیچل کېده او خوب ته نه پرېښودل کېده”.

نور ولولئ: محمود شاه حبیبي له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

وکیل یې ډیویډ بروک – چې د اعدام سزا اړوندو قضیو کې متخصص دی،‌ قاضي ته وویل، ‌د موکل روغتیا یې د مرکزي استخباراتو په لاس ډېره مخ پر ځوړ شوې ده.

له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۶ کال پورې، بن الشیبه په انفرادي حبس کې ساتل شوی او په مختلفو لارو شکنجه شوی او ځورول شوی دی، چې لاس او‌ پښې تړلی د اوږد وخت لپاره په ولاړو ساتل شوی او په یو ځل درې ورځې پرله پسې پمپر کې پر یو ځای درول شوی دی.‌

د هغه وکیل وايي‌ موکل ته یې لېونتوب پیدا شوی، ځکه چې پرله پسې بې خوبه کړل شوی او د ډوبېدو د انګېرنې عذاب ورکړل شوی او وهل شوی دی.‌

د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې د هغه رول

بن الشیبه تورن شوی چې ګنې د سپتمبر بریدونو کې یې لاس درلود چې ۲۹۷۶ کسان پکې ووژل شول او د القاعده شبکې لوجستیکي مرستندوی و.‌

ویل شوي چې له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۱ پورې د جرمني هامبورګ کې د هغې ډلې غړی هم پاتې شوی چې د لوېدیځو حکومتونو – په تېره د امریکا متحده ایالتونو ضد ترهګریزو اعمالو ته جوړه شوې وه.

په دې ډله کې مصری محمد السید عطا هم دی چې د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو ترسره کوونکې ډلې مشر و.

مروان الشح هم د عربي متحده اماراتو و، چې دویمه الوتکه یې د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر سوېلي برج وجنګوله.‌

زیاد الجراح بیا د لبنان و او په ۱۹۹۶ کال جرمني ته تللی و، ده هم د سپتمبر د ۱۱ بریدونو پلانول کې لاس درلود او هغه وخت یې د هامبورګ پوهنتون تطبیقي علوم لوستل. الجراح په یوه شتمنه او سیکولره کورنۍ کې لوی شوی و.

منیر المتصدق بیا د مراکش و، په بریدونو کې د لاس لرلو د تورونو له کبله له ۱۵ کلونو زندان وروسته جرمن چارواکو یې په ۲۰۱۸ کال مراکش ته د شړلو پرېکړه وکړه، خو دی په بریدونو کې له لاس لرلو انکار کوي.‌

د رمزي بن الشیبه ترڅنګ زکریا الصبار او سعید البهجي هم ددې ډلې غړي وو.

د ۱۹۹۹ کال نومبر او ډیسمبر میاشتو ترمنځ، عطا، الشحي، بن الشیبه او الجراح د پاکستان له لارې په افغانستان کې د القاعده شبکې کمپ ته تللي‌ وو او له بن لادن سره تر لیدلو وروسته یې ډېر ژر په دې شبکه کې ورجذب کړل.‌

دا ډله پاکستان کې تر یو کال پاتې کېدو وروسته بېرته جرمني ته ستنه شوه او د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو لپاره یې چمتووالی پیل کړ.

رمزي بن الشیبه په امریکا کې له الجراح سره د پیلوټ په توګه د روزل کېدو هڅې وکړې،‌ خو د امریکايي پاسپورټ په اخیستو ونه توانېد.

ددې لپاره چې د پیلوټ کېدو هڅې یې ناکامې شوې، عطا رمزي بن الشیبه ته برلین کې وویل چې امریکا کې د بریدونو لپاره چمتووالی روان دی. وروسته رمزي افغانستان ته ولاړ او د القاعده مشران یې پرې خبر کړل او بېرته اروپا ته ستون شو.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۵مه،‌ رمزي بن الشیبه جرمني ته ولاړ او بېرته یې افغانستان ته سفر وکړ.‌

د ۲۰۰۲ د سپتمبر پر ۳مه، بن الشیبه د پاکستان کراچۍ ښار کې ونیول شو او د امریکا متحدو ایالتونو ته وسپارل شو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button