Uncategorized

د تواب غورځنګ جنازه خوست کې وشوه او هملته خاورو ته وسپارل شو

د تواب غورځنګ جنازه خوست کې وشوه او هملته خاورو ته وسپارل شو،نن په خوست کې امنیت شورا پخوانۍ ویاند اوو ژورنالست چې د زړه له حملې امله پرون ومړ نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خوست ولایت کې خاورو ته هم وسپارل شو،

یادو مراسمو کې د خوست والي محمد صديق پتمن، د خوست ولایت د ملي امنيت رييس، د ولسمشر غني سلاکار عبدالرشيد ايوبي، دخوست ولايت ځوانانو، عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د ارواښاد کورنۍ، ليکوالانو او ژورناليستانو شامل وو مراسمو کې د خوست والي د غورځنګ مړينه د هېواد او خوست لپاره لويه ضايع وبلله او هغه يې يو د هېواد کدر یاد کړ محمد صديق پتمن د دې غمجنې پېښې له امله د هغه کورنۍ، خوستوالو او هېوادوالو ته تسليت مراتب وړاندې کړ او ارواښاد ته يې د الله ج له دربار څخه د جنت الفردوس غوښتونکۍ شو،

همدا رنګه د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د ټيليفون له لارې د ارواښاد غورځنګ د مړينې له کبله تسليت وړاند کړ او وې ويل چې ارواښاد غورځنګ د ښه استعداد لرونکۍ ځوان وو او د ده هيلو ته به ځوانان رسېږي.نوموړي وويل، چې ارواښادپوه، زړور او ښه ليکوال و، د ده خدمتونه چې په بېلا بېلو برخو کې يې کړي، د نوموړي خدمات به تل ساتل کيږي،

د جمهور ریس غني سلاکار عبدالرشيد ايوبي ارواښاد غورځنګ د ځوانانو په کتار کې يو پياوړى ځوان ياد کړ او د هغه په مړينه يې ژوره خواشيني څرګنده کړه.د ارواښاد غورځنګ د کورنۍ په استازيتوب ليکوالاو ژورناليست ازاهد شاه انګار د خوست له والي، راغلو مېلمنو او ټولو خواخوږو نه مننه وکړه، چې په دې دروند غم کې يې ورسره ځانونه یو ځاۍ کړ،

دا هم ولولئ:  د کورنیو چارو وزیر:پولیس به نور په مجرمینو او غلو هېڅ رحم ونه کړي

دا هم باید یاد کړوچې ارواښاد تواب غورځنګ پرون د کابل په يو روغتون کې د زړه د حملې لهامله ومړ. هغه د ملي امنيت شورا د وياند، د سيمه ييزو ارګانونو د وياند او نورو بېلا بېلو ادارو کې کار کړى و، ارواښاد يو تکړه ليکوال او ژورناليست و او په وطن مين سخصیت وو، نوموړۍ د ښه اخلاقو خاوند هم وو،

د تواب غورځنګ جنازه خوست کې وشوه او هملته خاور ته وسپارل شو

دولت باید د نوموړي کورنۍ سره غم کې ځان سریک کړي او د نوموړي د کورنۍ قدرداني وکړي د دې ترڅنک باید د نوموړي د فامیل یو غړي ته په دولت کې د خدمت لپاره يو پوست ورکړي ترڅو د نوموړي ارمان او ارزوع سر ته ورسوي ځکه غورځنګ به تل دا ارمان لاړه چې وطن ته خدمت وکړي دا هم بد یادولو ده چې د غورځنګ سیال په اړه په سوشل ميډيا کې هم خلکو او چارواکو ليکنې کړي دي او د نوموړي کورنۍ سره ېې غمرازي کړې ده،

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button