تجارت خبرونه

هېواد کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۲۵ پروژو منظوري

په هېواد کې د طالبانو له لوري د ۲۵ پروژو د منظورېدو خبر ورکړل شوی دی

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، د ملابرادر له لوري هغه ۲۵ پروژې چې په بېلابېلو برخو کې دي منظورې شوي دي.

د طالبانو د ویاند د څرګندونو پر بنسټ دغه پروژې به د سړکونو، د اوبو بندونو او ښارګوټو د جوړولو په برخو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې شي.

د ریاست‌الوزرا د ملي تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د شاوخوا ۶ مېلیارده افغانیو پر ارزښت ۲۵ پروژې منظورې کړې دي.

د طالبانو په نظر دا پروژې اقتصادي ستونزې له منځه وړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دغو پروژو د عملي کار له پېل سره به، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې به هېوادوالو ته کاري زمینه برابره شي.

د طالبانو د ویاند د څرګندونو پر بنسټ دغه پروژې به د سړکونو، د اوبو بندونو او ښارګوټو د جوړولو په برخو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې شي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«دغه بېلابېلې پروژې په بېلابېلو ولایتونو کې دي چې ان‌شاالله د بې‌کارۍ کچه به ټیټه شي او زموږ هېوادوالو ته به کار پيدا شي. ورته مهال د هېواد په ابادۍ کې یو مثبت ګام دی.»

نور ولولئ: ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟

بلخوا د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې په هېواد کې پر بنسټیزو پروژو د کار د پېل لپاره باید بهرنۍ پانګونې هم وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر وايي:«بهرنۍ پانګونه کولای شي چې د بیخ‌بناوو په جوړولو، اقتصادي بیخ‌بناوو په پراختیا کې لکه برېښنا ګټور پرېوزي.»

بهرنی پانګونې د اقتصادي ودې لپاره مهمې دي

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي هم څرګندوي:«د کاسا زر، ټاپي، د افغانستان د کانونو، د افغانستان د کرنې برخې، تولید او صنعت په څېر پروژو د عملي کولو او پلي کولو لپاره بهرنۍ پانګونه ډېره مهمه ده.»

د کابل ځينې اوسېدونکي بیا پر پراختیايي پروژو د کار له پېله هرکلی کوي او وايي د هېوادوالو لپاره د کاري زمینې برابرېدل به د بې وزلۍ د پایته رسولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

د کابل اوسېدونکی قدرت‌الله د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«د دغو پروژو کار چې پېلېږي، دا یو ډېر مهم ګام دی.»

تر دې مخکې د ټولګټو وزارت ویلي و چې په روان زیږدیز کال کې یې د ۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت پر ۹۰ پروژو کار پېل کړی دی.

خو پر دې سربېره بیا هم افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه ده او خلک له بې کارۍ شکایت کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button