لوبېلوبې خبرونه

فوټبال؛ افغانستان نړیوال جام ته د لار موندنې نوي پړاو ته ورسېده

د افغانستان د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې نوي پړاو ته لا پیدا کړه

افغانستان د کرکټ او نورو المپیکو سیالیو کې فوټبال کې هم ښه ځلېدلی دی او کېدای شي چې دا نوی پړاو هم په بریالیتوب سره سرته ورسوي او خپل ځان نورو پړاوونو ته نږدې کړي.

افغانستان د فوټبال نړیوال جام او اسیايي اتلولیو ته د لار موندنې راتلونکي پړاو مهمو سیالیو ته لار پیدا کړه.

روانې سیالۍ په منګولیا کې روانې وې

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون منګولیا ته په کور کې یو -صفر ماتې ورکړه او له دې سره یې راتلونکو مهمو نړیوالو او اسیایي لوبو ته د لار موندنې سیالیو ته لار ومونده.

دا سیالۍ چې د فېفا یا د فوټبال نړیوالې شورا لخوا تنظیم او په منګولیا کې کېده، په کې د افغانستان لخوا په دویمه نیمایې کې د فرشاد نور لخوا یو ګول وشو چې ورسره افغان لوبډله بري ته ورسېده.

نور ولولئ: د فوټبال ۱۷ کلن ټیم د کافا د برنزو مډال سره کابل ته ورسېده

افغانستان د فوټبال نړیوال جام او اسیايي اتلولیو ته د لار موندنې راتلونکي پړاو مهمو سیالیو ته لار پیدا کړه.

افغانستان درې ورځې وړاندې هم له کوربه منګولیا ورته یوه مهمه سیالۍ د صفر پر وړاندې د یوه ګول په توپېر ګټلې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د منګولیا پر وړاندې د وروستۍ بریا په غبرګون ویلي “د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له دې خوږې بریا سره د فوټبال د ۲۰۲۶م کال نړیوالو سیالو او د ۲۰۲۷م کال اسیایي اتلولیو ته د لار موندنې دویم پړاو ته لار ومونده، دا خوښې دې ټولو ته مبارک وي.”

په دې اړه د فیفا نظر

په همدې مهال فېفا پخپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي د بل پړاو لوبډلې په معلومېدو دي. فېفا وړاندې لیکلي ” افغانستان او سېنګاپور لومړني هېوادونه دي چې لوبډلې یې د نړیوال جام ته د لار موندنې بل پړاو سیالیو ته رسیږي.”

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله کله په نړیوالو جامو او هومره سترو سیالیو کې نده لوبېدلې خو دا ځل له ځينو ښو بریاوو سره ورته تمې شته چې بل پړاو کې هم وځلیږي.

خو افغان لوبډله شاوخوا لس کاله وړاندې د اسیا جام پای لوبې ته رسېدلې وه.

نور ولولئ: اسپانیا د ښځینه فوټبال لولډلې نړیوال جام د ځان کړو

په ۲۰۱۳م کال کې افغانستان د سویلي اسیا اتلسم پړاو سیالیو کې هند ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې په لویه کچه اتلولي وګټله.

د یادونې وړ ده چې کله طالبان پر افغانستان د دویم ځلې لپاره حاکم شول، نو له دې سره د نورو په څېر د افغان لوبغاړو پر روحیه هم اغېز وکړ خو له دې سره سره بیا هم په نړیوالو ډګرونو کې ځلېږي او افغانستان ته بریالیتوبونه راوړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button