ټکنالوجيځاییکورني خبرونه

کابل کې په ځانګړې رنګ د ټکسیانو رنګولو لړۍ پیل شوې

په کابل کې د ترافیکو له لوري د ټاکل شوي رنګ د ټیکسیانو د رنګولو لړۍ پیل شوه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرافیکو ریاست وايي په نوي رنګ د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ یې سې شنبه په پلازمېنه کابل پیل کړې. د نویو ټکسیانو رنګ به روښانه فیروزه یي وي.

د طالب چارواکو په وینا دا مهال په کابل، ننګرهار او کندهار کې د ټکسيانو د رنګولو لپاره ځایونه ځانګړي شوي دي.

نور ولولئ: د طالبانو بیا واکمېدو پر افغان ځوانانو کېدونکی انساني قاچاق

د دوی په وینا، په ټکسي موټرو کې به د امنیتي خوندیتوب لپاره جي پي اېس سیسټم هم فعالوي. دوی دغه راز وايي غواړي په نوي رنګ د ټکسیانو په رنګولو د “ښاري بې نظمیو” مخه هم ونیسي.

ژېړ رنګ ډېره تاریخي سابقه لري

په افغانستان په ځانګړې توګه کابل ښار کې له لسګونو کلونو راهیسې د ټکسي موټرو ژېړ رنګ و او دا نښه ډېره پېژندل شوې هم ده. خو د طالبانو حکومت د ټرافیکو چارواکو وړاندې تر دې ویلي و، د ټکسي موټر ژېړ رنګ د ټرافیکو په نړیوال کنوانسیون کې ثبت نه دی، ځکه دوی وغوښتل هغه رنګ وکاروي چې په یاد کنوانیسون کې ثبت شوی وي.

د ترافیکو مشر حسیب الله مختار په وینا، “د افغانستان په لویو او کوچنیو ښارونو او لویو لارو کې د ترانسپورټ په برخه کې غیرقانونمندي موجوده وه او په شخصي توګه به د لېږد رالېږد پروسه مخ ته وړل کېده، نو ځکه دا موضوع مهمه وه.”

د رنګ ضمانت او معیاریتوب

ښاغلی مختار وايي د ټکسیانو رنګ به په “نړیوال معیاري وي، د رنګ ضمانت درې کاله دی او د بازار پرتله به یې بیه هم ټیټه وي. له قراردادي شرکت سره د هر ټکسي موټر د رنګولو لګښت ۹۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.”

نور ولولئ: طالبان د ښځو د موټر چلولو حق محدودوي

دغه ټکسي موټرونه په دوه برخو ښاري او اطرافي وېشل شوي دي، چې د چارواکو په وینا هره میاشت به له دوو تر دوه نیمو زرو ټکسي موټر په نوي رنګ، رنګ شي. د ښاري ټکسيانو د رنګ اړولو پرېکړه څو میاشتې وړاندې شوې وه چې ځینې ټکسي چلوونکي پرې ځکه ناخوښه وو چې ویل یې ژېړ رنګ ډېر پخوانی دی او باید “همداسې پاتې شوای وای.”

په افغانستان کې د ټکسي موټرو کره شمېره نه دی معلومه، خو په وروستیو کلونو کې ځینو شخصي شرکتونو په ښارونو کې د ټکسي موټرو په وسیله د سپرلیو د لېږدولو چارې پیل کړي چې هر څوک یې د کرایې د پرې کولو وس نه لري، ځکه نو ډېري خلک په ښاري بسونو، ریکشاوو نورو هغو موټرو کې سفر کوي چې کرایه یې کمه وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button