“خاویر میلي” د ارجنټاین ولسمشر شو
هغه نن په هغه هېواد کې د ولسمشر په توګه لوړه تر سره کړه
خاویر میلي په ارجنټاین کې د بنسټیزو اصلاحاتو د راوستلو په ژمنې سره د دغه هیواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
هغه د ارجنټاین خلکو ته وویل: «نن د افول یو اوږد او غمجن تاریخ پای ته رسوو او د خپل هیواد د بیارغونې لپاره سفر پیلوو.»
ښاغلي میلي د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د ارجنټاین د نوي ولسمشر په توګه له لوړې وروسته ژمنه وکړه چې په خپل هیواد کې به لګښتونه کم کړي.
د خاویر میلي د ولسمشر کېدو په تړاو د خلکو خوښي
د خاویر میلي زیات شمېر پلویانو د یکشنبې په ورځ د ارجنټاین په سړکونو د دغه هیواد د نیلي رنګ او سپینو بیرغونو په لیږدولو سره د نوموړي بری ونمانځه.
دغه ۵۳ کلن سیاستوال د ارجنټاین د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې خپل سیال سرجیو ماسا ته ماتې ورکړه. ښاغلي میلي ۵۶ سلنه او سیال یې ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
میلي کله سیاست ته داخل شو؟
د ارجنټاین نوي ولسمشر خاویر میلي چې ځینې یې له ډونالډ ټرمپ سره پرتله کوي، کله چې په ۲۰۲۰ کال کې سیاست ته داخل شو، و يې ویل چې هغه په خپل هیواد کې د موجوده سیاسي وضعیت «د ستر بدلون» په لټه کې دی.
په هغه وخت کې، لږو کسانو فکر کاوه چې دا “سرببری” شتمن چې په تلویزیون کې هم د کارپوهۍ تجربه لري، د ارجنټاین ولسمشر شي.
ښاغلي میلي د ارجنټاین د سیاسي نخبګانو په منځ کې یوې ډلې باندې نیوکه کړې چې هلته يې “غله” بولي. هغه د شلمې میلادي پيړۍ په لسیزه کې په آزاد بازار کې د نامتو امریکایي ګنګستر آل کاپون د اعتبار له امله د هغه ستاینه هم وکړه.
خاویر میلي د یو داسې هیواد مشري په غاړه اخیستې چې له لوی اقتصادي ناورین سره مخ دی. هغه د ارجنټاین د ځوان نسل په منځ کې د پام وړ پلویان لري.
د خاویر میلي مخالفین بیا تل د هغه د سیاسي تجربې د نشتوالي، عصبانیت او ببرو ویښتانو له امله نیوکه کوي.
د خاویر میلي نیوکې هم جنجالي او بې سارې دي، نوموړي پر پاپ فرانسیس هم د یوه سوسیالیست په توګه نیوکه کړې وه.
له همدې امله ویلی شو چې میلي د خپل ځانګړي کرکټر په وجه پېژندل شوی څوک دی او کله کله یې جالبې کړنې خلک حیرانوي.