اقتصاد او سوداګري

ملا برادر له طالبي ادارو وغوښتل چې د پانګه‌والو خوندیتوب ته پام وکړي

د طالبانو اقتصادي مرستیال له ادارو وغوښتل چې د پانګه‌والو امنیت او خوندیتوب ته پام وکړي

طالبان پرله‌پسې له پانګه‌والو غواړي چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شي او هلته خپله پانګونه وکړي تر څو خلکو ته کار و روزګار پیدا شي او بل لور ته ددې هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، د دې ډلې د حکومت ټولې ادارې دې د پانګوالو بدني او رواني امنیت ته پاملرنه وکړي.

ملا برادر له ټولو افغان پانګوالو غوښتنه وکړه چې د بهرنیو هیوادونو پرځای خپل هیواد کې پانګونه وکړي.

د ځینو پروژو پرانیسته

د ریاست لوزرا افتصادي مرستیال نن په کابل نړیوال هوايي ډکر کې د یو شمیر پروژو د پرانیستې غونډې ته د وینا پر مهال له سوداګرو غوښتنه وکړه چې د ولس د اقتصادي ودې په برخه کې پانګونه وکړي.

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

نور ولولئ: ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

ملا برادر په خپله وینا کې وویل، هغه افغان پانګوال چې په بهر کې دي، دوی دې د خپلو خلکو لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي ترڅو د خپل هیواد خلک ورڅخه ګټه واخلي.

دی زیاتوي، طالبان پوره هڅه کوي چې په هیواد کې سوداګرو ته دپانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

صنعت کارانو ته د برېښنا زیاتول

په همدې حال کې ملا برادر وايي د صنعتګارنو او سوداګرو شکایت درلود چې په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته برېښنا لري خو د نوموړي ورته ویلي چې د طالبانو دولتي ادارو څخه به دوه ساعته زیاته برېښنا دوی ته ورکول کیږي.

ملا برادر د طالبانو د نورو چارواکو په څېر وايي چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او سوداګرو ته کوم ګواښ نه دی متوجه او نه هم په دغه برخه کې ستونزې شته دي.

که څه هم طالب چارواکي د افغان سوداګرو ستونزې په مشخص ډول نه یادوي خو یو شمیر سوداګر شکایت لري چې د افغانستان په سوداګریزو بندرونو کې د طالبانو لخوا لوړه مالیه اخیستل، له اړتیا لاسوهنه او خپلسري د سوداګرۍ بهیر له ستونزو سره مخ کړی او فساد ته یې لاره هواره کړې ده.

یو شمیر افغان سوداګرو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ـ بښتو ته وویل چې طالب چارواکي یې غږ نه اوري نو دوی مجبور دي چې خپلې ستونزې تر کندهار ددې ډلې مشر ملا هبت الله ته ورسوي.

بل لورته داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې طالب چارواکي له پانګه‌والو باج هم اخلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button