د هېواد ملي اتلانو خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړ
د هېواد ملي اتلانو خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړ پرون پنج شنبه د افغانستان ملي ځواکونو خپل ځواک ننداري ته وړاندي کړ. د هېواد ملي دفاع وزات په يوه خپره شوي بیانیه کې ورکړل شوي چې پرون پنج شنبه دغه نظامي مانور په داسې حال کې وشول چې د افغانستان ټولو امنتتي ځواکونه د دغه نندارې برخه وو،
اعلامیه کې لیکل شوي چې د هېوادځواکونو دغې نندارې ته د ملي امنيت شورا سلاکار احمد الله محب ، د ملي دفاع سرپرست وزير اسد الله خالد ، د کورنيو چارو وزارت وزير او د پارلمانو غړي هم موجود وو، د ملي ځواکونو د ځواک ننداره په پلازميني کابل کې په داسې حال کې تر سره شوه چې د افغانستان ټولو امنتي اروګانونه ملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت هم موجود وو،
د یادونې وړ ده چې د دفاع سرپرست وزير اسد الله خالدميډيا ته ويلي چې د ملي ځواکونو دغه تطبقات يې ددې په خاطر په لاره اچولي ترڅو د اففانستان دوښمانو ته وښيې چې د افغانستان وسلوال پوځ څومره چمتو دي
نوموړي ویلي چې دوی فکر کول چې سوله به راشي، خو هغه د افغان ولس ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ملي ځواکونه به يې په هر حال کي د مملکت دفاع کوي، د کورنيو چارو وزير هم د افغانستان ملي ځواکونو وستايل او ويې ويل چې هغوی په هر حال کې هر ډول عمليات ته چمتو دي،
دا خله وزیر زياته کړه چې اوس يې ځواکونه له هره پلوه په ځان بسيا او د هر ډول علمياتو لپاره چمتو دي.هيره دي نه وي چې په پلازمينه کابل کې د ملي ځواکونو د ځواک له ننداري څخه مخکي د پکتيا په اريوب او د ننګراهار په ګوشته او د کندارهار په سپين بولدک وسلواليو کې دې ورته ملي ځواکونو د ځواک نندارې شوې وې او دغلته ېې هم دوښمن ته وښودل چې مونږ هز ډول عملیات ته چمتووالۍ لرو،
د دې نه وړاندې د ډيورنډ کرښي ته څيرمه د افغان ځواکونو د ننداري په ترڅ کې د ملي پوځ لوی درستيز حسن ضيا ميډيا ته وويل چې د ملي ځواکونو دغه نظامي تطبقات يې ددې لپاره په لاره اچولي تر پاکستاني لوري پو او نور له کرښي دې غاړي ته را نشي ښاغلي حسن ضيا زياته کړه چې که نور پاکستاني ځواکونه يوه لويشت هم له کرښې دې خواته پښه راواړوله نو دوی به يې په وړاندي سخت جواب ورکړي،
دا هم باید یاده کړو چې ددو هيوادنو تر منځ پر پوله نظامي تطبقات او مانورونه هغه وخت تر سره کيږي چې تر منځ اړپکي خرابي او يو بل ته خپل زور ښايي.نو اوس وخت کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د ډيورنډ په کښه باندې خرابه شوي دي او دواړو هېوادونو یو بل باندې سختې نیوکې هم کړې دي،
اوس وخت کې باید دولت او نور سیاسیون په داسې موضوعاتو کې سره یو زاۍ شي او د افغانستان دفاع په هر ډول چې وي وکړي ترڅو دوښمن ته جرات پاتې نشي چې باډر نه مخکې راشي ځکه که همداسې دوښمن باډر نه مخکې راغۍ نو دا به د هېواد د د فاع لپاره یو خطرجوړشي او د افغانستان حالات به نور هم خراب شي،