Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ساینس او ټېکنالوژيهنر او ادب

په دې لیکنه کې سټیفن ویلیم هاوکېنګ در پېژنو

سټیفن ویلیم هاوکېنګ د انګلیستان و او پیاوړی فزیکپوه او ستورپېژندونکی و

سټیفن ویلیم هاوکېنګ Stephen William Hawking د ۱۹۴۲م کال جنوري میاشتي په ۸ مه نېټه د انګلستان په اکسفورډ کې زېږېدلی. نوموړی پیاوړی نظري فزیکپوه، ستورپېژندونکی او لیکوال وو.

هاوکېنګ د خپل ژوند تر وروستیو ورځو پورې په کمبریج پوهنتون کې دCentre for Theoretical Cosmology  څېړنیز مرکز مدیر وو.

hawking4
انځور؛ د سټیفن هاوکینګ او د هغه مېرمن جېن د واده مراسم.

نوموړي په پوهنیز ډګر کې د زیات کار له امله په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا ولسمشرۍ د ادازدۍ میډال تر لاسه کړی وو، دا د امریکا حکومت تر ټولو ستر میډال دی، چې د امریکایي وګړو تر څنګ، په ټوله نړۍ کې هغه کس ته ورکول کېږي، چې لویه لاسته راوړنه ولري.

نوموړي د څه شي له امله زیات شهرت وموند؟

نوموړي د کائیناتو، نظري فزیک او په ځانګړي ډول د تورغارونو په هکله زیاتې څېړنې کړي او د همدغو څېړنو له امله یې په نړۍ کې زیات شهرت موندلی.

هاوکېنګ د (د وخت لنډکی تاریخ یا A Briefer History of Time) کتاب لیکلو له امله مشهور شو، دا کتاب په بریتانیا کې پرله پسې ۲۳۷ اوونۍ تر ټولو زیات پلورل شوی کتاب وو (له نېکه مرغه چې دا کتاب ښاغلي عدنان نجیبي پښتو ته هم ژباړلی).

hawking3
انځور؛ سټیفن او د هغه لومړنۍ مېرمن جېن

همدارنګه د هاوکېنګ بل مشهور کتاب (لویه طرحه The Grand Design) د ۲۰۱۰م کال په وروستیو کې چاپ شو، له څو ورځو وروسته د امازون له تر ټولو زیات پلورل شویو کتابونو څخه وشمېرل شو.

نور ولولئ: ناسا له فضايي بېړۍ سره ستاسو نوم مشتري ته لېږي

نور ولولئ: داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي

نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي

هاوکېنګ په ۲۱ کلنۍ کې د Amyotrophic lateral sclerosis په ناروغۍ اخته شو، هغه نشوای کولای، چې ولاړ شي، وګرځي، لاسونه یا پښې وښوروي یا په لنډ ډول، هغه د بدن هیڅ غړي ته حرکت نشوای ورکولای، حتی تر دې، چې خبرې یې هم نشوای کولای، خو له دې سره سره یې بیا هم په فزیک او کائیناتو کې زیاتې څېړنې وکړې. نوموړی وایي ( که ژوند هر څومره هم ستونزمن وي، خو بیا هم کولای شې بریالی شې، فقط یوه اړینه خبره دا ده، چې هېڅکله مه تسلیمېږه!).

hawking6
انځور؛ سټیفن، د هغه مېرمن او اولادونه.

سټیفن هاوکېنګ سره له دې چې د نظري فزیک او کائیناتو په برخه کې یې زیاتي لاسته راوړنې درلودې، خو بیا یې هم د نوبل جایزه تر لاسه نکړه.

د سټیفن هاوکینګ لومړنی ژوند

هاوکېنګ د انګلستان په اکسفورډ ښار کې د ډاکټر فرانک وایزابل هاوکېنګ په کورنۍ کې زېږېدلی وو، نوموړی هغه وخت نړۍ ته راغی.

چې دوهمې نړیوالي جګړې جریان درلود.

نوموړي خپلي لوړي زده کړې په ۱۹۵۹م کال کې په اکسفورډ پوهنتون کې د طبیعي علومو ډیپارټمنټ فزیک څانګه کې پیل کړې، او دا هغه وخت وو، چې فضاء ته د سپوږمکیو او ستورپېژندونکو لېږل تازه پیل شوي وو، همدارنګه لمړي انسانان هم په دې کلونو کې سپوږمۍ ته لاړل، نو له همدې وخت نه یې د فزیک او کائیناتو له برخې سره علاقه پیدا شوه او هیله یې درلوده، چې یوه ورځ ترې ستر ساینس پوه جوړ شي.

hawking5
انځور؛ سټیفن هاوکینګ او د هغه لور.

نوموړي په ۱۹۶۳م کال کې په کمبریج پوهنتون کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ، خو د خپل لمړي تحصیلي کال په وروستیو کې د ALS په لاعلاجه ناروغۍ اخته شو. دا ناروغۍ د انسان ټول عضلات فلجوي او په دې ناروغۍ د اخته کسانو زیاته اندازه یې د کم وخت په تېرېدو سره مړه کېږي. دا موده د هاوکېنګ لپاره هم دوه یا درې کاله ټاکل شوې وه.

د هغه هیلې او مبارزه

ډاکټرانو د هاوکېنګ پلار ته وویل: ښایي هاوکېنګ یوازې دوه یا درې کاله لا نور هم ژوندی وي، او نور یې د ژوند امکان سخت ده. دا خبر د هاوکېنګ لپاره ډېر سخت وو، هغه فکر کول، چې خپلي ټولې هیلي یې: دوکتورا، ساینس پوه کېدل، د کائیناتو د پیدا کېدو د رمز کشفول او… هر څه یو خوب وو، او نور امکان نه لري، چې خپلي هیلې پوره کړي. هغه باید پاتي دوه کاله فقط دې ته انتظار وکړي، چې د بدن ټول غړي یې فلج شي او له نړۍ بېرته لاړ شي.

هاوکېنګ په کمبریج پوهنتون کې یو اطاق درلود، په همغه کې یوازې پاتي شو، او فقط فکر یې کول، د ده په خبره؛ چې یوه شپه یې خوب ولیدل: دی د اعدام په سزا محکوم شوی وي او له دې وروسته نو هغه دوه کاله وخت هم نه لري، چې ‌ډاکټرانو ورته ویلي وو. دی وایې، په خوب کې مې ځان سره ویل، چې ای کاش چې هغه دوه کال وخت خو مې درلودای، ښایي د خپلو هیلو نه مې، یوه خو یې لاسته راوړي وای.

hawking
انځور؛ په خپله سټیفن

هاوکېنګ ویل: په دې شپه له راپاڅېدو وروسته مې سمدستي وویل، دا دی له نېکه مرغه هغه دوه کاله چانس مې بېرته تر لاسه کړ او باید ګټه ترې واخلم، او ځانته مې دا قناعت هم ورکړ، چې ښایي د ډاکټرانو خبره ریښتیا نشي او زه نور هم په نړۍ کې ژوندی پاتي شم.

هغه څه ډول ژوند ته دوام ورکړ؟

هغه له دې ورځې وروسته بېرته خپل عادي ژوند شروع کړ او د خپلو هیلو په لور روان شو، چې تر ۲۰۱۸م کال پورې یې خپلې ټولې هیلې لاسته راوړې او له هغه وروسته یې دا نړۍ پرېښوده.

په ۱۹۶۵م کال کې هاوکېنګ سره له دې چې وخت په وخت یې عضلات فلج کېدو، تخصصي دوکتورا پیل کړه او له جین وایلد سره یې واده وکړ. جین وایلد که څه هم په مذهبي لحاظ یې له هاوکینګ سره توپیر درلود، خو بیا هم تکړه او بااستعداده نجلۍ وه، او د هاوکېنګ په خبره چې د نوي ژوند په شروع کې یې راسره زیاته همکاري وکړه.

د سټیفن لنډه مرکه:

هاوکېنګ د ۶ لسیزي تر پای پورې خپل ټول عضلات له لاسه ورکړل. هغه نور هیڅ حرکت نشوای کولای. فقط د چپ لاس دوه ګوتو یې کار کول، چې په هغه یې خپل بایسکل کنټرولول، دا بایسکل ځانګړی د هاوکېنګ لپاره جوړ شوی وو. همدارنګه له ۱۹۸۵م کال وروسته یې خبرې هم نشوای کولای، چې د مصنوعي الاتو په وسیله به یې خبرې کولي او له هغه وروسته یې غږ هم روباټیک ډوله وو.

هاوکېنګ په ۲۰۱۸م کال کې د مارچ میاشتي په ۱۴مه ورځ سهار وخته په خپل کور کې، چې کمبریج کې موقیعت لري، مړ شو. هغه په همدې ښار کې د اېساک نیوټن او چارلز ډاروین تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button