Uncategorized

فېروز الدین فیزوز څارنوالۍ ته معریفي شوی

دافغانستان پخوانی دعامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د پخوانیو درې معینانو سره یو ځای لوی څارنوالۍ ته ور معریفي شوی،د سرچینیو له مخې دويي د کرونا سره مبارزې لپاره مصرف شوې بودیجې کې فساد اوخپلو وظیفو نه ناوړه ګټه اخییستلو په تور څارنوالی ته معریفي شوي دي،

، له دوی سره یو ځای د عامې روغتیا وزارت یو اسنۍ معین هم لوی څارنوالۍ ته معریفي شوۍ، دوی له خپلو دندې نه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور او د کرونا اړوند د سرچینو په حیف او میل تورن شوي، چې د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره لوی څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول، دا په داسې حال کې ده، چې د ارګ د تفتېش ریاست ته د کرونا اړوند د سرچینو د مصرف او لګښت په اړه د څېړنو دنده ورکول شوې وه او په دې تړاو د یاد ریاست څېړنې مکمل شوي دي،

دې نه مخکې هم په سخت کرونایي وضعیت کې د میلیونونو مرسته شویو ډالرو په ورک کېدو او غلا کېدو سره د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروز الدین فېروز او د ولسمشر سلاکار او د کرونا پر وړاندې د مبارزې د کمېټې پخوانی مشر وحید عمر د ملي شورا له لوري لوی څارنوالۍ ته معریفي شوي وو، خو ملي شورا خپله پرېکړه واخيسته،

د دويي څانوالۍ ته معریفي کېدل په داسې حال کې دي چې، له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د یو شمېر هېوادونو، نړیوال بانک او نړیوالو ټولنو له لوري میلیونونه ډالره مرسته وشوه، خو نه هغې مرستې پر خپل ځای ولګېدې او نه پرې د روغتیایي سېسټم جوړشو،

له روغتیا وزارت سره د میلیونونو کومک شویو ډالرو سره سره لا هم دولت په هېواد کې د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزه کې کامیاب شووۍ ندی.د نغدي مرستو سره سره د روغتیایي توکو او په ځانګړې توګه د تنفسي دستګاوو یو شمېر مرستې هم ژوندۍ ګړندۍ ورکې شوې او پاکستان ته قاچاق شوې خو حکومت او په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت لا هم سر زوري کوي او نه یې قبلوي

بل خوا د روغتیایي توکو د کمښت له کبله یو شمېر ولایتي روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ان پېچکارۍ او عادي د سر درد ګولۍ هم نه پیدا کیږي او ناروغان د ناروغۍ پر بستر کړیږي.له دې سره جوخت د عامې روغتیا وزارت ویلي، په هېواد کې د کرونا وبا د دویمې احتمالي څپې پر وړاندې یې تدابیر نیولي او پوره چمتووالی لري،

اوس وخت کې حکومت ته پکار دي چې یاد کسانو نه سمې څېړنې وکړي او که چرته فساد کې ښکېل وي نو باید قضیه ېې په سمه توګه محکمې کې وڅېړل شي او د کوم فساد ېې چې کړۍ په هغې کې ېې جرمانه کړي ترڅو دا یو مثال قایم شي او اینده لپاره نورچارواکي هم د داسې فساد کولو نه ډډه وکړي،

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button