لوبې خبرونه

راتلونکې میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې

راتلونکې میاشت کې افغان کرکټ ملي لوبډله له څو هېوادونو سره د کرکټ لوبې لري

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د روان ۲۰۲۴ کال راتلونکې فبروري مياشت ډېره بوخته ده. دې مياشت کې افغانستان له سري لنکاسره ټولې اووه سيالۍ لري چې د فبروري پر دویمه نېټه پيلېږي او تر ۲۱ به دوام وکړي. همدارنګه له ايرلنډ سره هم يوه ټېسټ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې له سري لنکاسره لومړنۍ سيالي ټېسټ لوبه ده چې د فبرورۍ مياشتې پر دويمه نېټه د دغه هېواد په کوربتوب په پلازمېنه کولمبو کې ترسره کېږي.

afghan cricket1

یو ورځینۍ او وروسته شل اوریزې لوبې

له دې وروسته د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ د فبروۍ پر نهمه پيلېږي چې تر ۱۴ نېټې به دوام وکړي. ټاکل شوې دغه يو ورځنۍ لوبې د کېنېډي په پالکلي لوبغالي کې ترسره شي.

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: کرکټ؛ نن افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو سره د ۲۰اوریز لوبو سریز پیلوي

نور ولولئ:  د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

د يو ورځنيو لوبو له پای ته رسېدو سره د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ پيلېږي چې لومړنۍ يې د فبروۍ پر ۱۷، دويمه پر ۱۹ او وروستۍ هغه د فبرورۍ پر ۲۱ په ډمبولا کې پلان شوې دي.

کرکټ؛ د افغانستان تنکیو زلمیو نیپال ته ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا له سري لنکاسره د سياليو د مالي ملاتړ حقوق سوپر کولا او اتصالاتو مخابراتي شرکت ترلاسه کړي دي.

له سري لنکاسره د سياليو له بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر ۲۷ مه افغان ملي لوبډله په خپل کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې له ايرلنډ سره ټېسټ لوبه پیلوي.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې د مارچ په مياشت کې ترسره کېږي.

افغانستان تېره مياشت له هند سره دری شل اوريزې سيالۍ لرلې چې دری واړه هند وګټلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له بېلابېلو هېوادونو سره د دغو لوبو چمتو کول او د تمريناتي کمپونو جوړول د شل اوريز نړيوال جام د چمتوالي لپاره دي.

ټاکل شوې د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام د روان کال د جون پر لومړۍ نېټه د امریکا او وېسټ انډيز په کوربتوب پيل شي.

د لوبډلو ګروپ بندي

د دغه نړیوال جام لپاره لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې، چې هره ګروپ کې پنځه – پنځه لوبډلې دي.

الف ډله: هند، پاکستان. ایرلنډ، کاناډا، امریکا

ب ډله: انګلنډ، اسټرالیا، نمبیبا، سکاټلنډ، عمان

ج ډله: افغانستان، نیوزیلنډ، وېسټ انډيز، یوګانډا، پاپووا نيو ګيني

د ډله: سویلي افریقا، شري لنکا، بنګله دېش، نیدرلنډز، نیپال

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان د جون پر درېیمه له یوګانډا، د جون په اوومه له نیوزیلنډ، د جون په ۱۳مه له پاپووا نيو ګيني، د جون په ۱۷مه له کوربه وېسټ انډیز سره لوبې ولري.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۳ کال کې افغان لوبډلو د غوره لوبو له امله د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button