سیمه ییز خبرونه

انور کاکړ: د طالبانو حکومت د اسلام اباد لپاره دوست نه دی

د پاکستان لومړی وزیر وزیر وايي چې په افغانستان کې طالبانو حکومت په زور نیولی او دوست حکومت نه دی

تازه د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي؛ وروسته له هغه چې امریکا او ناټو له افغانستانه ووتل، طالبانو په افغانستان کې حکومت «په زور» ونیو.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې یو “دوست حکومت” رامنځته شي.

هغه دا خبرې په یوه غږیز کليپ کې کړې

د پاکستان لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶ مه) د طالبانو د واک ته د رسېدو په اړه په یوه غږیز کلیپ کې وویل: «په افغانستان کې د طالبانو حکومت وروسته له هغه جوړ شو چې نړۍ د دوه تریلیون ډالرو په لګولو سره خپل فرصتونه ضایع کړل».

anwan kakar1
پر پاکستاني پوځیانو د برید انځور

د سنبلې په میاشت کې انوارالحق کاکړ ویلي وو، چې پاکستان په افغانستان کې د یوه مشروع او با صلاحیته حکومت سره مخ نه دی.

هغه زیاته کړې وه: “په افغانستان کې د نورو هېوادونو په ​​شان دولت شتون نه لري.”

نور ولولئ: طالبان: پاکستان کې دننه د امنیت د خرابوالي مسئوول نه یو

نور ولولئ: پاکستاني محاکمو په ۳ مقدمو کې د نواز شريف ضمانت منظور کړ

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

پاکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دغه هېواد له تېرو دوو لسیزو راهیسې د طالب مشرانو کوربه دی.

وروسته له دې، چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان کنټرول تر لاسه کړ، په پاکستان کې د اورپکو بریدونو زور واخیست.

په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدل

د پاکستان موقت لومړي وزیر وویل، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.

anwan kakar2
په بریدونو کې د وژل شوو پوځیانو جنازې

د پاکستان ټوډی د راپور له مخې؛ ښاغلي کاکړ په دغه غږیز کلیپ کې دا هم ویلي، چې افغان کډوال له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي او د پاکستان له روغتیايي، تعلیمي او بنسټیزو خدمتونو څخه یې ګټه اخیستې او د دوی سوداګرو د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې په میلیاردونو ډالر ګټلي دي.

وزير اعظم کاکړ وويل، وسله وال هغه څوک دي، چې له پاکستان سره يې د جګړې اعلان کړى او غواړي په بلوچستان کې د قومي ليکو او وسله والې مبارزې له لارې يو نوى ايالت جوړ کړي، چې د پاکستان د اساسي قانون خلاف کار دى.

پاکستان له دې وړاندې پر طالبانو د وسله والو ډلو د ملاتړ تور لګولی چې دغه تور طالبانو بار، بار رد کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او هره ورځ امنیتي حالت ترینګلی کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button