تازه؛ طالبانو یوولس تنه په دُرو وهلي دي
طالبانو په میدان وردګ او پلازمېنه کابل کې یوولس تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي
هاخوا د م.م او بشر حقونو سازمان له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا او په عام محضر کې خلکو ته له سزا ورکولو لاس واخلي، خو له دې غوښتنو سره، سره بیا هم طالبانو تازه دغه یوولسو کسانو ته سزاګانې ورکړي دي.
د طالبانو ستره محکمه وايي، په ميدان وردګو کې يې د دوو ښځو او اتو سړو په ګډون لس تنه د “زنا، فحشا او بې حيايۍ” او په کابل کې يو تن د غلا په تور په عام محضر کې مجازات کړل.
دغه محکمه زياتوي چې نهه تنه د چک ولسوالۍ د محکمې له خوا او يو تن د ميدان ښار د محکمې له خوا محکوم شوي وو.
عام محضر کې سزاګانې
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دغو کسانو چې د بند موده یې پوره کړې وه په عام محضر کې مجازات شول.
دغې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي چې یو کس د غلا په تور د کابل ښار د لومړۍ حوزې د څلورم زون له خوا ۳۹دورې ووهل شو.
نور ولولئ: د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي
نور ولولئ: د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: طالبان دې اعدامونه او سزاوې ودروي
نور ولولئ: د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”
د طالبانو په خبرپاڼه کې د سزا د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو زیاته کړې یې ده چې دغو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته د میدان وردګو ولایت د اوسېدونکو، د دې ولایت د محکمې د مسوولینو او نورو طالب چارواکو په حضور کې سزا ورکړل شوه.
طالبانو په دې وروستیو کې سزاګانې ډېرې کړي دي
په خبرپاڼه کې راغلي: “حدود او قصاص د خدای د رحمت سرچینه ده، چې پلي کول یې سوکالي او خوښي رامنځته کوي.”
که څه هم طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته جسمي مجازات بیا پیل کړي، خو په دې وروستیو کې د دغې ډلې چارواکو د وهلو ټکولو، د لاسونو پرې کول او اعدام په څېر جسمي مجازات زیات کړي دي.
دې ډلې په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې درې تنه، په کابل کې دوه تنه، په هرات کې اته تنه، په لغمان او بلخ کې څلور تنه او په بامیان ولایت کې دیارلس تنه د «زنا» «بې حیایۍ» او «نامشروع اړیکو» په تور نیولي او مجازات کړي یې دي.
د نړیوالو نیوکو او غوښتنو ته طالبان پام نه کوي او جسمي سزاګانې یې ډېرې کړي دي.