ځایی

د ټولیز امنیت تړون سازمان پر وړاندې د طالبانو غبرګون

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امنیتي ګواښونو په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان اندېښنه بې ځایه دي

طالبانو د تېر په څېر د ټولیز امنیت تړون سازمان پر وړاندې هم غبرګون ښودلی او د ناامنۍ په اړه یې ددغه سازمان اندېښنې هم بې ځایه بللي دي.

طالبان د هرې اندېښنې په مقابل کې توند غبرګون ښکاره کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

د ذبیخ الله مجاهد غبرګون

د طالبانو ویاند وایي، چې د امنیتي ګواښونو په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو ټولې اندېښنې بې ځایه دي.

taliban (2)
د ټولیز امنیت تړون سازمان غړي

ذبیح الله مجاهد د طالبانو واک کې ملي راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې پر افغانستان د دغې ډلې له ۲ کلنې واکمنۍ راهیسې تر اوسه هیڅ یوه هېواد ته ګواښ نه دی رامنځته شوی.

نور ولولئ: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد: امریکا د دوحې تړون نقض کړی

نور ولولئ:  امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و

نور ولولئ:  غني: د دوحې تړون یو ناورین و

نوموړي یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې د افغانستان خاوره د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې ده او نورو هېوادونو ته له افغانستانه کوم ګواښ نشته.

ښاغلي مجاهد دا خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې د ټولیز امنیت تړون سازمان یا سیسټو سرمنشي تېره ورځ ووېل، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د امنیت ټینګولو پلان به تر راتلونکي جولای میاشتې بشپړ شي.

د هغه په خبره، د دې پلان په پلې کولو سره به د ټولییز تړون د سویلي برخې امنیت ډاډمن شي.

taliban (3)
داعش ډله

په سیمه کې داعش تر ټولو لوی سرخوږی دی، خو طالبان یې نابود بولي

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سیمې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او د داعش ډلې د نفوذ په اړه اندیښمن دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیا د افغانستان په اړه د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د خپل څوارلسم تحلیلي راپور په خپرولو سره ویلي و، چې طالبانو له القاعده ډلې، تحریک طالبان پاکستان او نورو سیمه ییزو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلي دي.

په راپور کې دغه راز راغلي، چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ مخ پر زیاتېدو دی او دغه ډلې په افغانستان کې بشپړه ازادي لري.

د یادونې وړ ده چې طالبان وايي، په افغانستان کې د داعش رېښې وتلي دي او نړیوال ورته تبلیغات کوي. دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې د طالبانو د بلخ والي او نور لوړ پوړي چارواکي په نښه کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button