Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

اقتصاد او سوداګري

طالبانو ۳۰ زره ښځو ته د کار جوازونو د وېش خبر ورکړی

د طالبانو تر کنټرول لاندې کار او ټولنیز چارو وزارت ۳۰ زره ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي

د یاد وزارت د ویاند په خبره، دغه ښځې دمګړۍ په دولتي او خصوصي ادارو کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تېر کال یې نږدې ۳۰ زره ښځو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د یاد وزارت د ویاند په خبره، دغه ښځې دمګړۍ په دولتي او خصوصي ادارو کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

له اړتیا سره سم د جوازونه وېشل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وویل: « ښځو ته د کار جوازونه په هغو سکتورونو کې ویشل شوي چې ورته اړتیا لیدل کیږي او کولی شي نورو میرمنو ته خدمات وړاندې کړي.»

رویا په پلازمېنه کې د خیاطۍ د یوه کارغالي مسووله ده، او وایي دغه کارغالی یې د هغو ښځو د ملاتړ په موخه جوړ کړی چې د خپلو کورنیو مشري کوي.

نور ولولئ: معترضې مېرمنې، رینا امیري د طالبانو لابي‌ګره بولي

نور ولولئ: رینا امیري وايي، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ستونزې رامنځته کړې

رویا وایي: « دا کارغالی مې په خپله شخصي بودیجه جوړ کړی او ۳۰ ښځې مو په کار ګمارلي دي. که حکومت همکاري وکړي، ښايي د دغو مېرمنو شمېر له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې ورسېږي.»

afghan

د کورني اقتصاد پیاوړي کول

پنځلس کلنه روبینا چې کابل ښار کې د خیاطۍ په یوه کارغالي کې کار کوي، وايي د اقتصادي ستونزو له امله دلته کار کوي.

هغه له طالبانو غواړي چې په هېواد کې د ښځو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

روبینا وویل: « زه له شپږو میاشتو راهیسې دلته کار کوم او له چاپېریاله ډیره خوښه یم. زه کار کوم ځکه چې وکولای شم د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم.»

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا په بېلابېلو برخو کې د ښځو فعالیت د کورنۍ د اقتصاد د ودې او د ګټورو کاري  فرصتونو د برابرېدو په برخه کې ګټور بولي او په هېواد کې د ښځینه متشبثینو پر ملاتړ ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي وویل: « ښځو ته باید فرصتونه برابر شي، دوی باید د افغانستان په اقتصاد، تولید او سوداګرۍ کې برخه واخلي. دوی د ټولنې یوه لویه برخه ده.»

ښځو ته داسې مهال دغه جوازونه ورکول کېږي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ اکاډمیک او د زده کړو مرکزونه تړلي دي او نجونو ته د زده کړو کولو اجازه نه ورکوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button