Uncategorized

فایق: م.م کې د افغانستان د رایي ځنډولو ستونزه تخنیکي ده

نصیر احمد فایق وايي، ځینې ډلې دغه ستونزې ته سیاسي رنګ ورکوي، خو دا تخنیکي ستونزه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان د رایې د حق ځنډولو پرېکړه تخنیکي او غیر سیاسي ستونزه ده.

هغه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دې ستونزې د ژر حلیدو په  هیله دي.

په ملګرو ملتونو کې د ګډون حق

د فایق په وینا، په ملګرو ملتونو کې د داخلي طرزالعمل له مخې که یو هېواد په مسلسله توګه دوه کاله د خپل غړیتوب ګډون ونډه ورنه کړي، د رایې حق یې ځنډول کیږي او بیا د دلایلو له روښانولو وروسته یې بېرته حق ورکول کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د سویس یوه بانک ته د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د درې نیم میلیارد ډالري امانت صندوق یوه افغان مسوول انور الحق احدي له دغو پیسو څخه په نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د ګډون ونډې د ورکولو خبر ورکړی و.

نور ولولئ: د م.م امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

نور ولولئ: د م.م امنیت شورا د افغانستان لپاره د غونډې په ترڅ کې نوی استازی ټاکي

هغه د فایق څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګروملتو له لوري له خپور شوي لیست سره سم، په تېرو دوو کلونو کې شپږ هیوادونو د ملګروملتو د غړیتوب فیس یا حق نه دی ورکړی. په دغو شپږ هیوادونو کې افغانستان، کومور، ایکوادور، سایوتومې او پرنسیپ، سومالیا او وینزویلا شامل دي.

کومور، ایکوادور او سومالیا د فیس د نه ادا کولو لپاره دلایل وړاندې کړي او له دې لیسته ایستل شوي دي خو له افغانستان، ایکوادور او وینزویلا سره د دلایلو او د قانع کوونکو توضیحاتو د نه وړاندې کولو په خاطر د رایې حق واخیستل شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ لانجه

دا په داسې حال کې ده چې په ملګروملتو کې د افغانستان استازی د واکمن رژیم استازیتوب نه کوي او اوسنی استازی له کابل سره اړیکې نه لري.

په تېرو درو کلونو کې، چې طالبان واک ته رسیدلي، په ملګروملتو کې د افغانستان چوکۍ لانجمنه ده.

طالبانو په ځلونو په ملګروملتو کې د افغانستان د چوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړې او سهیل شاهین یې دې چوکۍ ته نومولی دی خو د دې لپاره چې د طالبانو حکومت نه ملګري ملتونه او نه کوم هیواد په رسمیت پېژتي، د افغانستان چوکۍ لا هم د پخواني حکومت له لوري د ټاکل شوي استازي په لاس کې ده.

افغانستان د نلګروملتو له جوړېدو یو کال وروسته په ۱۹۴۶ م کال کې د ملګروملتو غړیتوب ترلاسه کړ. د ملګروملتو سازمان د ۱۹۴۵ د اکتوبر په ۲۴ مه تاسیس شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button