اقتصاد او سوداګري

له ډېرو هڅو وروسته طالبان د پنجشیر یاقوتو پر استخراج بریالي شول

دا لومړی ځل دی چې طالبان د پنجشیر د یاقوتو پر استخراج بریالي کېږي

دغه استخراج شوي یاقوت پر افغان سوداګرو پلورل شوي دي او نور یې د کرومایټو کانونو کې پانګونې ته رابللي دي.

پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر ويلي، چې په دې ولایت کې اول ځل یاقوت استخراج او په بولۍ کې پر کورنیو سوداګرو د زرو امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

اعلاميه زیاتوي، چې کورنيو سوداګرو د دوی له والي سره د کرومايټو ډبرو د قانوني استخراج په برخه کې د پانګونې غوښتنه هم کړې ده.

طالبانو تر دې مخکې په دغه ولایت کې د زمردو استخراج پیل کړې دی او نن یې هم دا ګرانبیه ډبرې پلورلې دي.

د پنجشیر زمرود

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي دفتر په يوه اعلامیه کې ويلي، چې د کانونو اړوند کمېټې نن په ۲۲مه بولۍ کې ۳۳ زره ۸۱۹ قيراطه زمرد په ۲ لکه ۶۹ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنيو سوداګرو وپلورل.

afghan (24)
یاقوت

اعلاميه زياتوي، چې یو شمېر بهرنيو پانګوالو هم د پنجشير د طالبانو له والي سره په ليدنه کې د کانونو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ:  اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

نور ولولئ: طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

تر دې وړاندي طالبانو ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

د کانونو نامسلکي کېدنې

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button