نړیوال خبرونه

پر رفح د اسرائیلو مرګوني بریدونه

اسرائیلو په رفح کې د کډوالو پر یوه کمپ برید کړی چې قربانیان یې ملکي وګړي دي

په ترلاسه شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې ددې بریدونو په پایله کې اکثره قربانیان ښځې، ماشومان او ملکي وګړي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د دغې تراړې په جنوبي ښار رفح کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرائیلو په تازه هوايي برید کې لسګونه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي.

د اسرائيلو له بريد څو ساعته وړاندې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس ويلي وو چې د مرکزي اسرائیل تل ابیب ښار پر لور یې توغندي توغولي دي.

afghan (1)
پر رفح د اسرائیلو مرګوني بریدونه

د ترسره شوي برید مرګ ژوبله

په رفح کې د بېځایه شویو فلسطینیانو پر یوه پندغالي له هوايي برید وروسته اخیستل شوې ویډیوګانې یوه لویه چاودنه او اورلګېدنه ښيي.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

حماس وايي، برید د دوی له نظامي سیمو لرې د عامو خلکو پر پنډغالي شوی دی چې خوندي بشري سیمه ټاکل شوې وه.

نور ولولئ: اسراییل له رفح څخه د فلسطیني وګړو د ایستلو پلان لري

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې تائید کړې، چې په “رفح کې یې د حماس پر یوه مرکز” هوايي برید کړی، چې د اسرائیلو په وینا، د “حماس مهم ترهګر هلته فعالیت کوي.”

په ویډیوګانو کې د خلکو غږ

د اسراییل پوځ په برید کې د ملکي تلفاتو د راپورونو په اړه ویلي چې دا موضوع “تر پلټنې لاندې” ده.

afghan
پر رفح د اسرائیلو مرګوني بریدونه

د پېښې په سیمه کې يو فلسطينی عيني شاهد وايي، “دا دری ماشومان وګورئ ټپیان شوي دي، دا کوم دین دی؟ کوم بشریت دی؟ نړۍ چېرې ده؟ ملتونه چېرې دي؟”

بل عيني شاهد وايي، “هغوی خلک لولپه کړل، ویې سوځول، هغوی د طل ال سلطان ټوله سیمه وسوځوله، لا هم خلک اور کې سوځي. الله دې زموږ چاره ساز شي. له دې هاخوا څه ووایم. هېڅ نشم ویلی. ناڅاپه پر موږ توغندی راپرېوت او ټول خلک یې وسوځول. لاړ شې پخپله وګورئ چې څه پېښ شول.”

دا لومړی ځل نه دی، بلکې پر غزه د اسرائیلو له یرغل سره سم په زرګونو ښځې او ماشومان د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د اسرائیلو تر شا امریکا، انګلستان او یو شمېر نور غربي هېوادونه ولاړ دي. اسرائیل سره له دې چې د ملکي مرګ ژوبلې ګڼ شواهد ورباندې شته، خو دې ته حاضر نه دي چې په غزه کې خپل جنایات ومني.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button