طالبان: د سیاسي ډیپلوماټانو ګومارل زموږ پرېکړې سره تړاو لري
طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویان په غبرګون کې دغه خبره کړي ده
سره له دې چې طالبانو تر اوسه په نړۍ کې یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي، خو وايي، د ډيپلوماټانو ګومارنه یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسئولیت دی او په دوی پورې تړاو لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په غبرګون کې ویلي، چې که دوی د کوم ډیپلومات د ادلون بدلون پرېکړه کوي دا د دوی کار دی او کوربه هېواد په کې د نظر څرګندولو حق نه لري.
د طالبانو له لوري د قونسل ګومارل
دغه لانجه له هغه وروسته راوټوکېده، چې طالبانو په مشهد کې قونسل عبدالجابر انصار بدل او پر ځای یې بل کس ورپېژندلی و؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني یې په غبرګون کې ویلي و، چې دغه شان بدلونونه دې د نړۍوالو کنوانسونونو او پرېکړو په رڼا کې ترسره شي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي د جمعې په ورځ د (غبرګولي په ۱۱مه) په خپلې اېکس پاڼې ولیکل، چې په مشهد کې د افغان قونسل عبدالجابر انصار کاري موده پای ته رسېدلې او بېرته خپل هېواد ته غوښتل شوی دی.
نور ولولئ: طالبان وايي، موږ له ایران اوبه نه دي راګرځولي بلکې د هلمند سیند اوبه نه لري
نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حقابې نه تېريږي
هغه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ناصر کنعاني په ځواب کې لیکلي: «دا چې څوک باید په یو هېواد کې د خپل هېواد د قونسلګرۍ چارې پر مخ یوسي دا د هغه د خپل هېواد له پرېکړې سره تړلې ده.»
د قونسل بدلول باید له نړیوالو تګلارو سره برابر وي
خو ښاغلي کنعاني پر دې خبرې ټینګاري دی، چې په مشهد کې د قونسل ادلون بدلون باید د نړۍوالو تګلارو سره سمون ولري.
د نړۍوالو اصولو له مخې، هر نوی سیاسي ديپلوماټ باید د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته معرفي او بیا خپله دنده پیل کړي.
ځینې سرچینې وایي، پر عبدالجابر انصار طالبانو تور پورې کړی چې ګواکې په فساد کې ککړ دی او په دې توګه هڅه کوي چې د خپلې خوښې وړ کس دغې ادارې ته واستوي.
د نورو هېوادونو په پرتله د ایران او طالبانو اړیکې د نورو هېوادونو په پرتله ښې دي. خو طالبانو کله کله د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو پرته په بهرني سیاست کې داسې اقدامات کوي چې هغه حساسیت پاروونکي وي.