سیمه ییز خبرونه

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان او امریکا ګډ نظامي تمرینات

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ او امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ پرضد ګډ نظامي تمرینات کړي دي

دا تمرینات داسې مهال کېږي چې پاکستان د وسله والو ډلو پرضد په خیبر پښتونخوا کې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیات پلان کړي دي.

دغه پوځي عملیات بریالي نه بلل کېږي، ځکه د هغې غاړې پښتنو او سیاسي ګوندونو کې کلک مخالفت کړی دی.

د پاکستان او امريکا پوځونو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د خيبر پښتونخوا د پبۍ په ترهګرۍ ضد مرکز کې دوه اونۍ ګډ تمرينونه وکړل.

په رونیزو عملیاتو کې برخه اخیستنه

په دې تمریناتو کې د دواړو هېوادونو ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو په روزنیزو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه پوځي ټیمونه به د ترهگرۍ سره د مبارزې د تکتیکونو، تخنیکونو او کړنلارو په برخه کې خپلې تجربې هم شریکوي.

د احمد شریف چودري په وینا؛ د دې تمرین هدف د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا د پوځي ځواکونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د کچې لوړول دي.

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ:  اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

خیبر پښتونخوا د پاکستان یو له بې ثباته سیمو او د پاکستان د طالبانو د تحریک مرکز ګڼل کېږي.

تحریک طالبان پاکستان په دې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد خونړي عملیات تر سره کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې دي

پاکستاني چارواکي وايي؛ د پاکساني طالبانو تحریک مشران او جنګیالي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندي کاروي.

افغان طالبانو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

دوې اونۍ وړاندې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په ټول هېواد کې د ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې لپاره د «عزم استحکام» په نوم عمليات تصويب کړه.

امریکا له دې عملیاتو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن او اسلام اباد ګډې ګټې لري او دوی به له هغو ګواښونو سره مبارزه وکړي، چې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

پاکستاني او افغاني طالبان له یوه او بل سره نږدې اړیکې لری، ځکه کله چې افغاني طالبان په افغانستان کې جنګېدل، نو دوی به د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا اوسېدل او له همدې امله دواړه ډلې له یوه او بل سره ژوره خواخوږي لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button