Uncategorized

د روسیې ولسمشر: “طالبان د تروریزم پرضد مبارزه کې زموږ متحدین دي”

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین طالبان د تروریزم په ځپلو کې د مسکو متحدین بللي دي

ښاغلي پوتین ویلي، چې د طالبانو رژیم د ترهګرو په ځپلو کې له روسیې سره همکاري کوي او د مسکو کلک متحدین دي.

نوموړي د شانګهای د همکاریو سازمان له سرمشریزې وروسته طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د مسکو د متحدینو په توګه یاد کړل.

ولادیمیر پوتین وویل، په افغانستان کې واک د طالبانو په لاس کې دی او له همدې امله، دوی «د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې زموږ کلک متحدین دي.»

د تروریزم په ځپلو کې د طالبانو اقدامات

پوتین د خپل خبري کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې هېواد یې له طالبانو سره په اړیکه کې دی او له دغې ډلې څخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نښې ترلاسه کړې دي.

هغه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو او د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د دې ډلې د غړیتوب په اړه وویل، چې ««دا دواړه مسایل «د حالاتو په پرمختګ پورې اړه لري.»

نور ولولئ: روسیه ملګرو ملتونو ته؛ موږ پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کوو

نور ولولئ: کابلوف: نړۍ دې حقیقت ته رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني مسئول دي

نور ولولئ:  امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

ولادیمیر پوتین وویل: «ما مخکې هم ویلي وو، چې له طالبانو سره په تماس کې یوو. د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د بشپړ غړیتوب په اړه، روسیه په یوازې ځان پریکړه نه ګوي.»

هغه زیاته کړه: “موږ باید د اصلي سیاسي جوړښتونو سره چې په هېواد کې واک کنټرولوي اړیکې وساتو.»

afghan 2024 07 05t082704.557
له طالب لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

له شنګهای سره د ملګرو ملتونو ژمنې

همدا راز، د ملګرو ملتونو سرمنشي د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې وویل، چې ملګري ملتونه چمتو دي چې په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره مرسته وکړي.

انتونیو ګوترش وویل، د هېوادونو لپاره دا مهمه ده چې د دې مخه دې ونیسي چې افغانستان د «ترهګرۍ په ځاله» بدل شي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۳مه) «د څو اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا – د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې» تر شعار لاندې د دوو ورځو لپاره پیل شوه.

په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی.

هاخوا بیا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تاجکستان ته په سفر سره دواړه هېوادونو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د رامنځته کولو په هکله خپل ګډ دریځ اعلان کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button