نړیوال خبرونه

په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د ملګرو ملتونو پر ښوونځي هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان کړي دي

په غزه کې د حماس تر واک لاندې ادارې ویلي، د خان یونس په څنډه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان شهیدان شوي دي.

الجزیرې نړیوالې خبري شبکې راپور ورکړی چې دا هغه کډوال وو چې په ښوونځي کې یې پناه اخیستې وه او په خیمو کې یې ژوند کاوه.

د صهیونیستي رژیم پرله‌پسې بریدونه

د دغې خبري شبکې د خبر له مخې په تېرو څلورو ورځو کې دا څلورم اسراييلي هوايي بريد دی چې په یوه ښوونځي کې د فلسطيني کډوالو پناه ځای په نښه کوي.

اسراییل د خان یونس له ښاره د ډله ییزو ویستلو له حکم وروسته په لسګونو زره خلک تېښتې ته اړ کړل، په داسې حال کې چې هغوی د غزې د تړانګې له نورو سیمو تېښتې ته اړ شوي وو. په ورته وخت کې اسراییل په دې سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

نور ولولئ: د حماس-اسراییلو له جګړې سره سم، پر امریکايي اډو هم بریدونه زیات شوي

په همدې حال کې اسوشېیټېډ پرېس خبر ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان شهیدان شوي دي.

afghan 2024 07 10t113919.844
په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

په غزه کې د ښځو، ماشومانو او نورو خلکو بد حال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه کارپوه وویل چې اسراییل د غزې اوسیدونکي د «قصدي لوږې» سره مخ کړي چې د ماشومانو د مړینې او خوارځواکۍ لامل شوي.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په دې سیمه کې ۳۸ زره ۲۴۳ کسان شهیدان شوي او ۸۸ زره ۲۴۳ کسان ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د دغه هېواد او د حماس ډلې ترمنځ په جګړه کې ۱۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو هېوادونو څو ځله هڅه کړي چې لنډمهاله اوربند رامنځته کړي، خو تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې اسرائیل اوربند کولو ته قانع کړي.

پر امریکا، ملګرو ملتونو او د بشر حقونو پر سازمانونو نیوکې کېږي چې په غزه کې د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم لخوا د فلسطینیانو نسل وژنه روانه ده، خو دوی د بشري جنایت په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د اسرائیلو د یرغل له امله په غزه، خان یونس او نورو سیمو کې په لسګونه زره فلسطینیان له بشري ناورین سره مخامخ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button