سیمه

مسکو: د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو د ایستلو بهیر ګړندی روان دی

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو د ایستلو بهیر ګړندی روان دی

که څه هم د نورو هېوادونو په څېر روسیې هم د طالبانو واکمن رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو وايي، دغه ډله به ډېر ژر د ترهګرو له تور لېست وباسي او د سفر بندیزونه به ورباندې پای ته ورسوي.

تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو بهیر په ښه توګه روان دی او ډېر ژر به له تور لېست ووېستل شي.

له تور لېسته د طالبانو د وېستلو پړاوونه

ښاغلي کابلوف د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې د دغې پوښتنې په ځواب کې چې څه وخت به طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه واېستل شي، وویل:«کله چې ټول پړاوونه بشپړ شي. لا هم په دې برخه کې کار دوام لري.»

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي و، چې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارت ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړی چې طالبان کولای شي د ممنوعه سازمانونو له نوملړه ووځي.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه؛ طالبانو بیا د ټول ګډونه حکومت خبره رد کړه

نور ولولئ: ایران په افغانستان کې ټولشموله حکومت د حل لار بولي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه د دغه هېواد د ترهګریز سازمانونو له نوملړه د طالبانو نومونه باسي.

afghan 2024 07 10t141133.807
مسکو: د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو د ایستلو بهیر ګړندی روان دی

طالبان د ترهګرو ضد مبارزه کې د روسیې متحدین

طالبان له روسیې سره د ترهګرو ډلو په ځپلو او منځه وړلو کې د روسیې متحدین دي او ګډ کار ورسره کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای همکاریو ناستې په پای کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې واک کنټرولوي او له دې اړخه هغوی « د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې زموږ متحدین دي.»

خو د طالبانو مخالفینو خبرداری ورکړی، چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو اېستل به منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د خورېدو په مانا وي.

هاخوا بیا تاجکستان او ازبکستان د افغانستان له شمالي ولایتونو د یادو هېوادونو د ناامنه کولو خبر ورکړی دی. دغه هېوادونه وايي، په شمالي ولایتونو کې داعش او نورې ډلې په پیاوړي کېدو دي او د بریدونو کولو توان تر لاسه کوي.

خو طالبان بیا د ګاونډیو هېوادونو دا ډول اندېښنې بې ځایه بولي او وايي، افغانستان کې داعش له منځه تللی دی او د بریدونو کولو توان نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button