سیمه ییز خبرونه

پي ټي ایم: بنو کې نن کاربندیز دی او زرګونه کسان به د پاکستان خلاف احتجاج کوي

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بنو امن پاڅون کې به نن جمعه زرګونه کسان احتجاج ته راووځي

د بنو خلکو هغه وخت د امن پاڅون وکړ چې کله پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د عزم استحکام عملیات پلان او اعلان کړ.

د یادو عملیاتو له اعلان سره سم، پي ټي ایم او نورو حرکتونو د پاکستاني پوځ دغه پرېکړه وغندله او ګواښ یې وکړ چې نور دغه تجارتي جګړې په پښتون خاوره کې نه شي کولی.

د دغه غورځنګ غړی حنیف پښتون وایي: «لکه څنګه چې مخکې بنوګل امن پاڅون کې زرګونه خلک راوتلي وو، سبا ته به هم زرګونه کسان را ووځي.»

د بنو امن پرلت

په بنو ښار کې جوړ شوی پرلت له څو ورځو راهیسې روان دی او پکې د سیاسي ګوندونو د مشرانو او د ځايي قومي مخورو په ګډون سلګونه ولسي وګړو برخه اخیستې او په خپله سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

نور ولولئ: عوامي نشنل ګوند: د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ برید له ترهګرۍ سره همکاري ده

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د «عزم استحکام» د عملیاتو په موخه د بنو ولسي خلک باید میانوالي او سرګودها ته لنډمهاله پنډغالي یا کمپونو ته ولاړ شي، خو دغه پرېکړه او وړاندیز بیا د پرلت کوونکو له مخالفت سره مخ شوی دی.

د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، چې دوی په هیڅ ډول شرایطو کې له خپلو کلیو او کورونو څخه نه وځي.

afghan 2024 07 26t084124.682
پي ټي ایم: بنو کې نن کاربندیز دی او زرګونه کسان به د پاکستان خلاف احتجاج کوي

په بنو کې د لاریونونو په لومړۍ ورځ د پاکستان پوځ په اعتراض کوونکو ډزې وکړې، چې له امله یې شاوخوا ۲۵ کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د منظور پښتون ډاډ

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم درې ورځې مخکې د بنو له پرلت کوونکو سره وکتل او اعتراض کوونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې ددې غورځنګ مشرتابه له دوی سره ولاړ دي.

منظور پښتین د بنو معترضینو ته په وینا کې وویل: «هغه ورځ لېرې نه ده، چې له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپل تاریخي وطن ازاد کړو

معترضین په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي او وایي، چې تر څو یې غوښتنې منل شوې نه وي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د پښتنو دغه ولسي حرکتونو پاکستانی پوځ وارخطا کړی او له بل لوري د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو لخوا د پاکستان پر پوځ وسله والو بریدونه هم زور اخیستی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button