کورني خبرونه
رجحان

د ۷.۸ میلیونه تذکرو وېش؛ خلک وايي، طالبانو د احصایې اداره په لویه عایداتي سرچینه اړولې

هاخوا بیا خلک پر دغه ادارې په نیوکې سره وايي، کله چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته په تذکره کې د عمر کمولو لپاره مراجعه وکړې، نو یاده ادارې لومړی درنه ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي او وروسته بیا درته په کې داسې ستونزه پیدا کوي چې کس مجبور شي، د دویم ځل لپاره دغه ادارې ته مراجعه وکړي او ۱۰۰۰ افغانۍ تحویل کړي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر وايي، د دې ډلې له بیا واکمنېدو را هیسې ۷.۸میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې افغانانو ته ور کړل شوې.

د نویو پېژندپاڼو یا برېښنايي تذکرو نوي دفترونه

فقیر محمد زیار نن د کلني حساب ور کولو غونډه کې زیاته کړه، چې د برېښنايي پېژندپاڼو نوي دفترونه یې زیات او ور سره یې وېش هم زیات شوی دی.

نوموړی وايي، تېر کال یې د کابل قره باغ، د کندوز امام صاحب، د بدخشان بهارک، د پکتیا څمکني، د زابل شاه جوی، د فاریاب اندخوی، د نورستان برګمټال، د فراه په فراه رود، د میدان ورګ په سید اباد، د پکتیکا ارګون او د بغلان مرکزي بغلان کې یې دا مرکزونه فعال کړي دي.

دوی وايي، تېر کال یې ۳ میلیونه، دوه لکه، ۵۶ زره او ۶۰۰پېژندپاڼې وېشلي، چې تر وړم کال ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

خو خلک له طالب رژیم غواړي چې پر برېښنايي تذکرو دې اوسنۍ ۱۰۰۰ افغانۍ راټیټې او د پخوا په څېر دې یې ۱۰۰ افغانیو ته راولي.

په افغانستان کې څه کم ۳۶ میلیونه نفوس

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې له اوږدو ناندریو وروسته د برېښنايي پېژندپاڼې وېش پیل شو.

طالبان وايي، د دغه بهیر له پیل تراوسه ۱۳میلیونه، اته لکه ۶۸ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

طالبانو په دغه غونډه کې دا هم وویل، چې د روان کال د وګړو اټکل یې ښيي چې افغانستان ۳۵ میلیونه او ۷ لکه وګړي لري.

له دې سره د احصایي او معلوماتو ادارې مشر وویل، چې دوی د افغان وګړو د کره شمېر لپاره پر طرحه کار کوي او له خپل مشر سره یې شریکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پېژندپاڼې څښتن په افغانستان کې نه وي او خپله کاغذي تذکره په برېښنايي هغه بدلوي، نو ۲۰۰ امریکايي ډالره ترې اخیستل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button