سیمه ییز خبرونه

د پاکستان او طالبانو تر منځ وروستۍ نښته؛ پاکستانی پلاوی کندهار ته تللی

پاکستاني پلاوی پر ډیورند کرښه له طالبانو سره د نښتو په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللی دی

سرچینې وايي، د پاکستاني پوځ او حکومتي چارواکو یو پلاوی کندهار ته تللی چې د دیورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو په اړه له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې پاکستاني پلاوي پرون (دوشنبه) د کندهار له والي ملا شیرین اخوند سره لیدلي دي. د کندهار والي د طالبانو مشر ته نژدې کس دی.

د افغانستان او پاکستان ګډه کمېټه

سرچینې زیاته کړې چې په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره د پاکستاني پلاي کتنه د افغانستان او پاکستان د هغې ګډې کمېټې د منظمو غونډو یوه برخه ده چې د خپلمنځي اختلافاتو د هواري لپاره جوړه شوې ده.

د سرچینو په وینا، پلاوي کندهار ته تر تګ مخکې د انګور اډې او شمالي وزیرستان په ساحو کې له طالبانو سره خبرې وکړې.

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

نور ولولئ:  متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

کندهار ته د پاکستاني پوځ او حکومتي چارواکو سفر په خوست ولایت کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ له وروستیو سختو نښتو وروسته کیږي.

د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ د دیورند کرښې په نښتو کې چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د سپتمبر له اتمې تر لسمې نېټې پورې وشوې، پاکستاني رسنیو ادعا وکړه چې په لړ کې یې د طالبانو سرحدی ځواکونو درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

په دغه نښتو کې طالبانو ته اوښتي زیانونه

د پاکستان پوځ ته نژدې ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د خوست په ځاځی میدان کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طالب ځواکونه وژل شوي او ۲۷ نور طالب ځواکونه ټپیان شوي دي.

له نښتو وروسته، د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنډاپور اعلان وکړ چې هغه به د پاکستان د پوځ او حکومت موقف له پامه پرته د امنیتي مسلو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړي.

د ښاغلي ګنډاپور دا حرګندونې د مرکزي حکومت د چارواکو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې. ګنډاپور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړی دی خو مرکزي حکومت د مسلم لیګ او پیپلز ګوندونو په ايتلاف پورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د پاکستان او طالبانو تر منځ پر ډیورنډ فرضي کرښه وخت نا وخت نښتې رامنځته کېږي چې پړه یې پر یوه او بل لوري ور اچول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button