سیمه ییز خبرونه

واشنګټن او اسلام اباد: د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به ګډه همکاري دوام ولري

د امریکا او پاکستان چارواکو ویلي، امریکا د پاکستان تر شا ولاړه ده او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به یې ملاتړ کوي

د پاکستان او امریکايي چارواکو دغه لیدنه داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي حالت وخیم کېږي او د پاکستان پر پوځ د ټي ټي پي او بلوچ وسلوالو بریدونه زیاتېږي.

خو تازه د امریکا د بهرنیو چارو د سیاسي چارو لپاره سرپرست مرستیال جان باس په اسلام اباد کې د پاکستان له مرستیال وزیراعظم، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره کتلي دي.

له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه

په دې لیدنه کې امریکا اسلام اباد ته ډاډ ورکړی چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې به د پاکستان د پوځ ملاتړ کوي.

امریکايي چارواکو په دې لیدنه کې ویلي چې پاکستان ددوی په بهرني سیاست کې مهم ځای لري، ځکه په سیمه کې یې ګډو کټو شریک ملګری دی.

نور ولولئ: د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

نور ولولئ: متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

نور ولولئ: اسلام اباد ته د ملا شیرین سفر او د افغانستان په اړه د پاکستاني دیپلوماتانو بحث ته کتنه

د سېپټېمبر ۱۶مې په لیدنه کې دواړو خواوو د اقتصادي او امنیتي مسلو په اړه د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې چې په کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه او د سیمه ییز ثبات او هوساینې د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وشو.

afghan (56)
تحریک طالبان پاکستان

له اسلام اباده د امریکا مننه

جان باس له افغانستانه امریکا ته د افغان کډوالو ځای پر ځای کولو په بهیر کې د پاکستان د دوامداره همکارۍ مننه وکړه. نوموړي پاکستان ته پر دې مبارکي هم ورکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ز کلونو لپاره د غیر دایمي غړي په توګه ټاکل شوی دی.

د غیر دایمي غړي په توګه ټاکل کېدل دا معنا لري چې پاکستان به د یوې ټاکلې مودې لپاره په امنیت شورا کې غړیتوب ولري او د مهمو نړیوالو امنیتي او سیاسي موضوعاتو په پرېکړو کې به برخه اخلي.

دا راز جان باس د امریکا له خوا د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورکړ چې واشنګټن غواړي له اسلام اباد سره په دې موده کې نږدې همکاري وکړي.

هاخوا بیا پاکستان میاشت وړاندې په خیبر پښتونخوا کې د عزم استحکام په نوم د وسله والو پرضد د عملیاتو اعلان وکړ، خو ددې علمیاتو په غبرګون کې پښتنو کلک مخالفت وښود چې تر اوسه پیل شوي نه دي او سر له اوسه له ماتې سره مخ ښکاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button