سفر خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستان د ۳۵۰ کورنیو راستنېدل

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۵۰ زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال د یادو هېوادونو د پولیسو لخوا ځورول کېږي، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې دیپلوماتیکې استازولۍ هم په دې نه دي توانېدلي چې د افغان کډوالو ځورولو ودروي.

تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو په تېره یوه ورځ کې له ایران او پاکستانه هېواد ته د ۳۵۵ کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

د نیمروز له لارې د کډوالو ستنېدل

باختر خبري اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا شمېر کډوال جمعه د وږي پر ۳۰مه هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دا کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلام‌کلا او نیمروز له لارو هېواد ته دننه شوې دي.

د دوی له ډلې یو شمېر یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

نور ولولئ: طالبان نن (اګست ۱۴مه) واک ته د رسېدو کلیزه نمانځي

نور ولولئ: اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

د معلوماتو له مخې، ۳۹ راستنې شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او پر ۳۱۳ نورو کورنیو نغدي او غیرنغدي مرستې وېشل شوې دي.

په دې وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د افغان کډوالو ځورېدل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د سپتمبر په ۱۸مه د یوه یادداښت په خپرولو سره وویل چې کډوال او پناه غوښتونکي په داسې حال کې نیول کېږي چې د خپل ځان او حقونو څخه د دفاع لپاره هېڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه لري. د دغې ادارې په وینا، «ډېری پناه غوښتونکي په جبري یا نامحدود ډول او په نامناسبو شرایطو کې نیول کېږي او د خپل ځان څخه د دفاع لپاره مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري».

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې همداراز له پاکستان سره پر پوله د افغان کډوالو برخلیک د اندېښنې وړ بللی دی او ویلي یې دي چې زیات شمېر کډوال پر دغو پولو نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نژادي تبعیض د له منځه وړلو کمیټې د بېلابېلو راپورونو په خپرولو سره د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني او ایراني چارواکو پر چلند نیوکه کړې ده.

تېره میاشت د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی و چې په تېر کال کې یو میلیون ۷۹۹ زره ۶۰۳ کسان له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button