منظور پښتین: د اسلام اباد ریاست وړاندې د پښتنو پر وړاندې دښمني اعلان کړې، خو اوس یې ښکاره کړه
منظور پښتین وايي، اسلام اباد له پخوا پښتنو سره دښمني درلوده، خو اوس یې ښکاره دښمني اعلان کړه
پاکستان تېره ورځ د پښتنو قامي عدالت جرګې ته په لاره کاروان ډزې وکړې چې درې کسان یې په کې ووژل او تر ۱۵ زیات یې ټپیان کړل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتون قومي جر ګې پر غړو د پاکستاني ځواکونو د برید غبرګون کې ویلي چې امنیتي ځواکونو پر خلکو مستقیمې ډزې کړې دي.
د مرکزي حکومت له خوا د دښمنۍ اعلان
پښتین پر خپل اېکس لیکلي” موږ پوهېږو چې مرکزي حکومت د دښمنۍ اعلان کړی، خو د خیبرپښتونخوا حکومت د دې ظلم د درولو لپاره پولیسو ته یو یادښت ورکړی چې دا ظلم بس کړي؟ ” هغه زیاتوي”نه، بالکل نه، ځکه دوی د پښتنو د وینې تویولو لپاره د جنرالانو خواهش پوره کول غواړي”.
پښتین وایي،” یو به حکم ورکوي، بل به یې عملي کوي او بل به غلی وي”.
نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي
نور ولولئ: منظور پښتین: طالبان د پي ټي ایم په فیسبوکي ملاتړ هم افغانان زنداني کوي
ظاهرا د هغه اشاره پوځ، د خیبر پښتونخوا حکومت او سیاسي ګوندونو ته ده.
هغه د پاکستان پوځ او حکومت مخاطب کړي چې “جنرال عاصم منیر، شهباز شریف، او محسن نقوي، نن په خیبرپښتونخوا کې د بې ګناه پښتنو وینې تویولو تاسې ارام کړئ، یا لا نور هم وینه بهوئ؟”.
په نورو سیمو کې د جرګې پر ګډونوالو ډزې
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، په نورو ولسوالیو کې هم د جرګې ګډونوالو باندې پولیسو ډزې کړې او د خلکو د راتګ مخه نیسي.
پښتین وایي چې” تېره شپه پوځ او مزدور پولیسو د جرګې په میدان برید وکړ او غوښتل یې هلته وینې تویې کړي، خو موږ د امن د ساتنې لپاره میدان خالي کړ او کله چې دوی ته هیڅ جواز پیدا نه شو، نن یې له میدان څخه لرې پر ناستو ملګرو ډزې پیل کړې او ملګري یې شهید او ټپیان کړل”.
د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې نن د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې سبا د اکتوبر پر ۱۱ به په خیبر کې د پښتنو تر ټولو لویه جرګه کېږي. دغه کېدونکي جرګې د پښتنو د قامي عدالت په نوم ده او په سلګونه زره کسان په کې ګډون کوي.