لوبې خبرونه

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې افغان ابدالیانو عمان ته ماته ورکړه

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې افغان ابدالیانو عمان ته د ۴۴ منډو په توپیر ماته ورکړي ده

د کرېکټ نړیوال مبصرین وايي، چې افغانستان په کرېکټ کې بریالي ګړندي ګامونه اخلي او مخکې ځي.

تازه د افغان ابدالیانو (الف لوبډلې) د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې ‏د ۴۴ منډو په توپیر کوربه عمان ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او بری یې ترلاسه کړ.‏

دا لوبه دوشنبه د اکټوبر پر ۱۴مه د عمان په کوربتوب په دې هېواد کې وشوه.

د لوبې ټاکس عمان وګاټه او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.‏

د افغان لوبغاړو بریالۍ لوبه

لومړۍ پاڼۍ کې د افغان ابدالیانو لپاره لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۰۹، کریم جنت ‏۶۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او سیالې عمانۍ لوبډلې ته یې ۲۱۲ منډې هدف وټاکه او ‏یوازې درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.‏

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

رسولي د ۵ څلوریزو او ۹ لوړو شپږیزو پر مټ ۱۰۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او د ‏«سلیزې» په جوړولو سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.‏

دې سره جوخت کریم جنت د ۲ څلوریزو او ۶ شپږیزو پر مټ ۶۰ منډو سربېره د کوربه ‏عمان دوه لوبغاړي هم له لوبغالي بهر کړل.‏

د افغانسان پر وړاندې د عمان لوبډلې لوبه

بل‌خوا کوربه عمان بیا د لوبې په ۲۰ اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۶۷ ‏منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.‏

له دې مخکې افغان ابدالیانو په اووه وېکټو هانګ‌کانګ ته هم ماتې ورکړې وه.‏

افغان ابدالیان لوبډلې دې بري سره د یادې لوبلړۍ پای‌لوبې ته لاره ومونده.‏

پر دې سربېره، د کرېکټ نړیوال کارپوهان او مبصرین د افغانستان د کرېکټ چټکه وده او پرمختګ ستایلی او ویلي یې دي چې ژر به د هند پیاوړي لوبډلې ته هم ماته ورکړي.

دوی زیاتوي، چې افغان لوبډلې د نړۍ پياوړي لوبډلې له پښو غورځولي او یوازې هند پاتې دی چې تر اوسه یې د افغان لوبډله پر وړاندې ماته نه ده خوړلې.

په افغان کرېکټ لوبډله کې داسې لوبغاړي هم شته چې په نړیواله کچه خورا شهرت لرونکي او پېژندل شوي دي.

په دغه لوبغاړو کې راشد خان، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، رحمان الله ګربز او نور دي چې پر ای پي ایل سربېره د نړۍ په نورو مشهورو لیګونو کې هم لوبېږي.

خو د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان کرېکټ ته به نوره وده هم ورکړي او نوي لوبغاړي به لوبډلې ته وړاندې کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button