سیمه ییز خبرونه

طالبان: غواړو په راتلونکې کې د برېکس سازمان کې ګډون وکړو

مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، موږ غواړو په راتلونکي کې د برېکس سازمان په ناستو کې ګډون وکړو

طالبان لا د نړیوالو لخوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، خو دوی د نړیوالو سازمانونو په غونډو کې د ګډون غوښتنه کوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، غواړي په راتلونکي کې د برېکس سازمان په ناستو کې د ګډون له لارې د افغانستان غوښتنې او غږ د برېکس سازمان له غړو هېوادونو سره شریک کړي.

د طالبانو ګډون او د برېکس ناسته

په کازان کې د بریکس سازمان د شپاړسمې ناستې په اړه، د طالبانو د ویاند مرستیال د یوه ویډیویې پیغام په خپرولو سره ویلي، چې دغه ډله غواړي په راتلونکي کې د بریکس سازمان د ناستو برخه و اوسي.

حمدالله فطرت وايي، یاده ډله د سیمې د هیوادونو پام دې ته راواړوي، چې د افغانستان اقتصاد، امنیت او ثبات د سیمې په کچه د ځانګړي اهمیت لرلو له امله د ټولو په ګټه دی.

نور ولولئ: د ایران ولسمشر پزشکیان: سیمه دې له طالبانو سره تعامل وکړي

نور ولولئ: د برېکس غړو هېوادونو اعلامیه: طالبان باید د افغان نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي

نوموړی وايي، د بریکس سازمان باید د دغه شان ناستو او نورو تعاملاتو له لاري په سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي، افغانستان هم د سیمي د یو هېواد په توګه په دې برخه کې یو مهم رول لوبوي.

afghan 2024 10 24t143243.177
د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت

له طالبانو د برېکس غونډې غوښتنې

طالبان غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې باید په دغه ډول ناستو کې ګډون وکړي.

د برېکس مشرانــو د خپلې شپاړسمې ناستې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د وګړو د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د بېلابېلو قومي ډلو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

په دې اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته د بېړنیو او پرته له ځنډه د بشري مرستو د رسولو پر اړتیا هم ټینګار شوی او له طالبانو غوښتل شوي، چې د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو بندیزونه لغوه کړي.

د بریکس سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي، چې له یوه داسې خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه چې له ترهګرو او نشه یي توکو څخه پاک هېواد وي، ملاتړ کوي.

که څه هم طالبان له نړیوالو سره د اړیکو د عادي کولو او تعامل په هڅه کې دي، خو له دې سره، سره بیا هم د نړیوالو لخوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button