نړیوال خبرونه

لبنان کې د اسرائیلو په برید کې ۲ خبریالان وژل شوي

لبناني رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلو په برید کې ۲ خبریالان هم وژل شوي دي

د اسرائیلو دغه هوايي برید د لبنان په سوېل کې شوی دی.

د لبنان دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په سوېل کې له سوریې سره پر پوله د اسرائیلو برید دوه خبریالان او یو تخنیکي کس وژلي دي.

د رپوټونو له مخې، د نن ګهیځ بریدونو کې حاصبیا ښار کې یو کور په نښه شوی چې د لبنان خبریالان پکې مېشت وو.

ایران پلوي “المیادین” تلوېزیون او له حزب‌الله سره تړلي “المنار” تلوېزیونونو ویلي چې فلم اخیستونکی هم په وژل شویو کسانو کې دی.

وژل شوي خبریالان په کومه کې په نښه شوي؟

د لبنان ملي تلوېزیون ویلي، د اسرائیلو جنګي الوتکو د بیروت په سوېلي برخه “الامیرکان کلي” کې دغه خبریالان په نښه کړي.

اسرائیلو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بله خوا، اسرائیلو نن اعلان وکړ چې د خپل څارګر سازمان او ځانګړو عملیاتو مشر ډیویډ بارنیا قطر ته د خبرو د بیا پیلولو لپاره استوي.

نور ولولئ: لبنان؛ د اسرائیلو برید کې د حزب الله مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژل کېدل

نور ولولئ: امریکا او متحدان: د اسرائیل-لبنان پر پوله دې ۲۱ ورځینی اوربند وشي

په پام کې ده چې د “موساد” مشر دوحه کې له امریکايي او قطري چارواکو سره وګوري.

لا روښانه نه ده چې ایا حماس به د خبرو په دې پړاو کې مستقیمه برخه واخلي که نه.‌

د قاهرې د مذاکرې له ختمېدا وروسته د حماس یوه چارواکني ویلي وو، که اسرائیل اوربند ته ژمن پاتې شي، نو حماس هم د جګړې درولو ته چمتو دی.

د لبنان سوېل د جګړې سیمه

د پنجشنبې په ورځ د اسرائيلو پوځ وویل چې د لبنان سوېل کې د دوی پنځه سرتېري وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي د لبنان سوېل کې مېشتو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې خپلو کورونو ته ستانه نه شي، ځکه چې دده په خبره دا “د جګړې یوه خطرناکه سیمه” ده.

نوموړي پر اېکس لیکلي وو “حزب‌الله د تخریبکارانو او وسلو د لېږد لپاره له امبولانسونو ګټه اخلي” او له طبي پرسونل یې غوښتي چې “د حزب‌الله له کسانو سره راشه درشه او همکاري ودروي”.

اسرائيل وايي، هوايي پوځ په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د لبنان حزب‌الله پر ډلې له ۱۶۰ ډېر بریدونه کړي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د لبنان په سوېل کې لا هم جګړه روانه ده او اسرائیل حزب الله ډلې اهداف په نښه کوي چې وروستی برید هم په همدې سیمه کې شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button