د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د ناامنۍ ضد احتجاج
د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرلي کې ګڼو خلکو د “امن پاڅون” په نوم احتجاج کړی دی
د اکتوبر پر ۲۷مه په میرلي څلورلاره کې مظاهرې ته د سیمې د ولسي مشرانو او فعالانو په ګډون په سلګونو کسان ورغلي ول.
مظاهره تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د میرلي په ایدکو (عیدکو) کې پر امنیتي پوستې په ځانمرګي موټر بمي برید کې پینځه سرتېري او دوه ولسي وګړي ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
په میرلي کې د احتجاج مشرانو رسنیو ته وویل چې موخه یې له انتظامیې، پولیسو او پوځه یو ځل بیا د امنیت غوښتنه کول دي.
په سیمه کې خرابه امنیتي وضع
هغوی وویل چې تر دې مخکې یې هم په سیمه کې په بیا بیا مظاهرې او لاریونونه کړي دي خو امنیتي وضع نه ده ښه شوې.
د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو لا د میرلي مظاهرې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیت ته ژمن دي.
په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې د اکتوبر پر ۲۶مه په حمله کې یو پولیس وژل شوی دی. د بنو د پولیسو ویاند حنظله مشال راډیو ته وویل چې حمله د ښار په شهباز عظمت خېلو کې شوې او بریدګر تښتېدلي دي. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې
نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: پر پاکستاني پوځ ځانمرګي برید ۹ پوځیان وژلي دي
نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په یو لړ حملو کې د امنیتي سرتېرو په ګډون تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي دي.
پاکستاني ځواکونو ته اوښتي مرګ ژوبله
د چارواکو او پولیسو په وینا، د اکتوبر له ۲۲مې راهیسې په بنو، لکي مروتو، ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې په بېلا بېلو حملو کې تر ۲۰ زیات پولیس او امنیتي سرتېري وژل.
په دې ترڅ کې تر ټولو لوی برید د اکتوبر پر ۲۴مه په ډېره اسماعیل خان کې وشو چې پکې د ملېشه ځواک ۱۰ سرتېري ووژل شول. چارواکي وايي چې وسلوالو ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.
له دې پرته په وسلوالو او هدفي بریدونو کې تر ۵ زیات ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو ډېریو حملو ذمه واري چا نه ده منلې خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ډېره اسماعیل خان برید مسوولیت منلی وو.