Uncategorized

د کاناډا لومړی وزیر: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه له وحشته ډک دي

د اکاناډا لومړی وزیر وايي، پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه له یوه سره وحشي دي

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې د ښځو غږ هم محرم بلل شوی دی او په دې ګڼو اسلامي علماوو کرامو هم نیوکه کړې چې دوی په دغه قانون کې موضوعي احادیث راوړي دي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د حکومت “وحشتناک برید” غندلی دی. جسټن ټروډو د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت نوی فرمان چې په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ بندیز لګوي «وحشتناک» بللی او دا یې له ټولنې څخه د ښځو د محو کولو قصدي هڅه بللې ده.

د نوي قانون په اړه د طالبانو نظر

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې د ښځو لپاره په عامه ځایونو کې حتی د ښځو غږ هم منع دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وايي، یوه بالغه ښځه حتا د لمانځه پر مهال بلې ښځې ته “الحمدلله او سبحان الله” نه شي ویلی. خالد حنفي وويل: “کله چې ښځو ته اجازه نه وي چې تکبير ووايي او اذان وکړي، سندرې هم نه شي ويلای.”

نور ولولئ: د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له جدي بحران سره مخامخ کړی

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې پر ورځ د لړم پر پنځمه د خالد حنفي د وینا غږ خپور کړ. دغه طالب چارواکي ویلي، چې «دا یو قانون دی چې په تدریجي ډول به پلی شي».

afghan 2024 10 31t220101.068

پر موسیقۍ او د خوښۍ په محفلونو بندیز

هغه پر سندرو د بندیز په ګډون پر ښځو د طالبانو پر بندیزونو نیوکو ته اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) پر امر بالمعروف رپوټونو جوړولو ته کار ویلی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو غږ “عورت” ګڼي او ښځې له “شرعي محرم” پرته له ګرځېدو منع کوي.

دغه قانون، چې په ملي او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي، د ښځو لپاره بشپړ حجاب هم اجباري کوي.

پر دې سربېره، طالبانو پر ښځو د زده کړو مرکزونه تړلي، دوی تفریحي سیمو ته له کورنیو سره نه پرېښودل کېږي او همدارنګه دوی په دفترونو او مؤسساتو کې دندې نه شي تر سره کولی چې د طالبانو دغه کار له ګڼو غبرګونونو سره مل دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button