ځایی

د پغمان په اورلګېدنه کې ۶تنه مړه او یو میلیون ډالره زیان اوښتي

طالبان وايي، د پغمان په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی

د افغانستان د اطفایې او له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د کابل په پغمان کې د شنبې په مازدیګر د اورلګېدو له امله ۶ تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.

د دې پېښې د مرګ ژوبلو په اړه طالب چارواکو تر دې وړاندې راز راز شمېرې اعلان کړې وې خو ګومان کېږي چې نهايي ارقام به دا وي.

سوداګرو ته اوښتی زیان

د دې ادارې پر اساس، لومړني اټکلونه ښيي چې سوداګرو او کاروباریانو ته د شاوخوا یو میلیون ډالرو زیان اوښتی دی.

دې ادارې پرون (یکشنبې) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې  ویلي، په دې اورلګېدو کې دوه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

اور د پغمان ولسوالۍ د “قلعه حیدر خان” په سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې ولګېد چې هم انساني تلفات او هم مالي زیانونه لري.

نور ولولئ: د واده په مراسمو کې اورلګېدنه؛ شاوخوا ۱۰۰ تنه په کې وژل شوي

نور ولولئ: په هرات کې د اورلګېدنې زیانونه

له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د دې اورلګېدو زیانونه ممکن تر دې خورا زیات وي.

په ورته وخت کې، د بیړنیو خدماتو او اوروژنې مشر، نورالله انصار، ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.

د پغمان پر اورپېښه سربېره، د غزني ولایت د ټانکر جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبلې او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي.

د افغانستان صنعتي ستونزې

د غزني د پېښې د مرګ ژوبلو او تاوانونو کره معلومات تراوسه نه شته.

په پغمان او غزني کې وروستیو پېښو د افغانستان د صنعتي خوندیتوب او بیړنیو خدماتو په برخه کې روانې ستونزې په ډاګه کړې.

د انساني ژوند او ملکیت په برخه کې لوی زیانونه دا ښيي چې د خوندیتوب ښه مقررات او چټکو بیړنیو خدماتو ته اړتیا ده.

سربېره پر دې، دا پېښې په هغو سیمو کې چې لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، پر خلکو نور فشار زیاتوي.

د دې ډول ناورینونو د اغېزو د کمولو لپاره هراړخیزو تدابیرو او قوانینو ته اړتیا ده.

له بلې خوا بیا ځینې سوداګر او هټیوال وايي چې طالبان د طبیعي پېښو پرمهال ددې توان نه لري تر څو خلک وژغوري او د اورلګېدنې په څېر پېښې کنټرول کړي.

طالبان بیا وايي چې خلک له احتیاط کار نه اخلي او دا ډول ستونزې رامنځته کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button